۱۲۰۳ کیلو بیروج د ۱۶۱ میلیونه افغانیو په ارزښت وپلورل شول
د ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ، چې د بیروج یو زر او ۲۰۳ کیلوګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې په رسمي داوطلبۍ کې د ۱۶۱.۱ میلیون افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.
د قیمتي ډبرو سوداګرو
د اتحادیې د مشر حاجي ناصر په وینا، د دې داوطلبۍ څخه ۱۶ میلیون افغانۍ
د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې دا
اقدام د دې لپاره شوی چې معاملې شفافې شي او په هېواد کې د قیمتي ډبرو سوداګرۍ
ملاتړ وشي.
د لاجوردو، زمرد او بیروج
په ګډون د قیمتي ډبرو بډایه زیرمو سره، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه ګڼل کیږي
چې په دې صنعت کې لوی ظرفیت لري.
باید وویل شي چې د
پنجشېر زمرد د خپل شهرت له امله د هېواد په دننه او بهر کې په زیاته کچه بازار
لري، او له امله ا.ا په وار وار داوطلبۍ وړاندې او وپلورل
په همدې حال کې د
کلونو ناامنۍ او د اړینو زیربناوو نشتوالي له امله، د دې ډبرو رایستلو او صادرات
له جدي ننګونو سره مخ شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ
وزارت چارواکي وايي چې شفاف او قانوني داوطلبۍ کولی شي د قیمتي ډبرو صنعت ودې ته
لاره هواره کړي او ملي عایدات زیات کړي.
د یادولو ده چې څو ورځې
وړاندې د نورستان قیمتي ډبرې هم د ۱۵۰ میلیون افغانیو په ارزښت وپلورل شوې.

نظرات
ارسال یک نظر