اقتصاد؛ طالبان وايي، تېره میاشت له رېل لار ۳۹۳زره ټنه سوداګري شوې
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت مسؤلان وايي، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په تېره چنګاښ میاشت کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۹۳ زره او ۲۹۴ مټریک ټنه صادرات او واردات شوي دي.
د دغه وزارت ویاند
محمد اشرف حق شناس نن (سه شنبه) د یادې میاشتې په اړه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې،
په دغو انتقالاتو کې ۲۸۶ زره او ۱۷۸ ټنه د حیرتان، ۳۷ زره او ۲۲۶ ټنه د هرات-
خواف، ۳۶ زره او ۱۰۹ د تورغونډۍ
او ۳۳ زره ۷۷۲ ټنه د آقینې بندر له لارو صادر او وارد شوي
دي.
حق شناس زیاته کړې چې
، په دغو صادراتو او وارداتو کي ۳ زره او ۱۸۹ ټنه صادرات شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په
صادراتو کې ډېره برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس شامل دي.
دا په داسې حال کې ده
چې، تر دې وړاندې دغه وزارت په غبرګولي میاشت کې هم د ۳۱۲ زره ټنو
انتقالاتو د ترسره کېدو خبر ورکړی وو.
اقتصادي کارپوهان بیا
تر وارداتو د صادراتو پر زیاتوالي زیات ټینګار کوي.
دوی وایي که طالبان
اقتصادي برخه کې د وطن ځان بسیاینه غواړي نو په هره برخه کې باید داخلي تولید زیات
کړي څو ورسره صادرات لوړ او د وارداتو کچه راټیټه شي.
د وارداتو په نسبت د
صادراتو زیاتېده ولې مهم دي، اقتصاد پوهان یې په اړه وایي:
“تر وارداتو د صادراتو زیاتوالی د یوه هېواد
لپاره ځکه مهم دی چې دا د اقتصادي ودې، د بهرنیو اسعارو لاسته راوړلو، او د سوداګرۍ
د توازن د ښه کېدو لامل کېږي. کله چې هېواد ډېر صادرات ولري، نه یوازې د ملي تولیداتو
لپاره بازار موندل کېږي، بلکې د خلکو لپاره کاري فرصتونه هم زیاتېږي، عاید لوړېږي،
او د ملي اسعارو ارزښت ټینګېږي. دا چاره د بهرنیو پورونو اړتیا کموي او هېواد ته نړیوال
اقتصادي اعتبار ورکوي.”

نظرات
ارسال یک نظر