ډونالډ ټرمپ: پر شرایطو برابرو افغان پناهغوښتونکو سره مرسته کوو
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د امریکا چارواکي به هغو افغان متحدانو ته د پناه غوښتنې په برخه کې د مرستې لارې پیدا کړي، چې غواړي په امریکا کې پناه واخلي، خو ده دا هم وویل چې ښایي د هغو کسانو په ډله کې چې په دې مهاجرتي پروګرامونو کې شامل دي، ځینې نور هدفونه هم ولري.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې یوې غونډې ته، چې د
افغان کډوالو په اړه ترې پوښتنه وشوه، وویل:
«موږ ښه خلک پېژنو، او موږ هغه کسان هم
پېژنو چې ښایي ښه نه وي. موږ به د هغو کسانو خیال وساتو، چې زموږ لپاره یې کار کړی.»
ټرمپ د کډوالو لپاره د نوو مرستو یا تصفیې (vetting) پروګرامونو جزئیات ور نه کړل، خو دا یې
اټکل وکړ چې د هغه اداره به د دایمي استوګنې غوښتونکو شاوخوا ۹۰ سلنه کسانو سره
مرسته وکړي.
نوموړي یو ځل بیا د جو بایډن د ادارې له خوا د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو انتقاد وکړ، او هغه یې «د هېواد په
تاریخ کې یوه ډېره شرموونکو پېښه» وبلله..
د مې میاشتې په لړ کې، د بهرنیو چارو وزارت
چارواکو اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د بیا میشتېدو د همغږۍ دفتر (Coordinator for Afghan Relocation Efforts) به بند کړي. دا دفتر د هغو افغانانو لپاره چې د ځانګړو مهاجرتي ویزو (SIV) یا نورو مرستندویه پروګرامونو مستحق ګڼل
کېږي، د پلان او لوژستیک چارو مسؤول و.
سږ دوبی، سپینې ماڼۍ د
Operation Enduring Welcome پروګرام هم پای ته ورساوه، چې موخه یې
د هغو افغان وګړو انتقال او میشتول وو، چې له امریکايي ځواکونو سره یې په جګړه کې
مرسته کړې وه او ژوند یې له ګواښ سره مخامخ و.
همدارنګه، د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم هم د
لنډمهاله محافظتي وضعیت (TPS) پای ته رسول اعلان کړ، ویې ویل چې د افغانستان امنیت ښه شوی او د بېرته
ستنېدونکو لپاره خطر نه شته.
د دوبي په پیل کې، شاوخوا ۹،۰۰۰
افغان اتباع چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی و، د TPS پروګرام برخه وو.
د جولای په ۲۳مه، د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې
په یوه اورېدنه کې، د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیالې الیسن هوکر وویل:
“موږ له خپلو افغان همکارانو سره ژوره
خواخوږي لرو” او دا یې هم زیاته کړه چې چارواکي د کډوالۍ پروګرامونو د اصلاح او ښهوالي
لارې لټوي.
خو د کمیټې یوې غړې، جولي جانسن (د ټکساس ایالت
استازې)، وویل چې د بهرنیو چارو وزارت وروستي ګامونه د یادې ژمنې خلاف دي.
هغې زیاته کړه:
“لسګونه زره افغانان چې زموږ له ځواکونو
سره یې د شل کلن جنګ پر مهال کار کړی، هغوی ته د امریکا تابعیت ته د رسېدو وعده
شوې وه او بشپړ تصفیه شوي وو، خو اوس له ستونزو سره مخامخ دي او انتظار باسي. هغوی
د دې لپاره د غچ له خطر سره مخ دي چې د امریکا پر ژمنو یې باور کړی و.”

نظرات
ارسال یک نظر