نن د جولای ۳۰مه د کاروان ورځ ده


نن د جولای ۳۰مه د پير محمد کاروان ورځ ده. کاروان د پښتو ادب کې د هغه چا نوم دی چې هر باریک بین لوستی او اورېدونکی یې پېژني.

پير محمد کاروان د «نور محمد» زوی دی، چې په ۱۳۳۸ کال د خوست «تڼی» ولسوالۍ اړوند د «نریزې» په کلي کې زېږېدلی دی.

لومړنۍ او منځنۍ زده‌کړې یې د تڼیو په نریز کلي سرته رسولې دي. او پاتې زده‌کړې یې په ۱۳۵۶ کال کې د خوست په میخانیکي لېسې څخه کې ترسره کړې.

د کاروان شاعري ځانګری سبک لري او کله چې لوستونکی یې لولي له ورایه یې په شعرونو کې ګلونه غوړېږي.

 د کاروان په شعرونو کې د چنار، غزل، سندره، ښاپېرۍ، سندربول/ه، قاف، نښتر،غزلبول، کابل، باګرام، سروش، ګودر، غرونه، غاړه کې سمبولونه زیات راغلي دي.

د ښاغلي کاروان چاپ شوي اثارکې له ماښامه تر ماښامه، د ښاپېرۍ ورغوی، چنار خبرې کوي، یو زرغون د نغمو سیند، له نرګسه تر نرګسه (د لنډو کیسو ټولګه)، غره ته روان سړی(د لنډو کیسو ټولګه) شامل دي.

د کاروان له شاعرۍ به دا ستونزمه وي چې د بېلګې په توګه کوم شعر غوره کړو، دلته یې هغه بېلګه راوړم چې د لوستکونو پر ذهنونو ژر حک شوې ده.

ولې راته وايې چې لږ وار کوه وار څه معنا؟

کار د مینې کار دی له دې کاره انکار څه معنا ؟

 

ووایه د ژوند د فلسفې شاګرده ووایه

سر په اوږو څه مانا او سر دی په دار څه معنا؟

 

ښايي چې له دې ښاغلي لویه ښکلا ورکه ده

دومره د ښکلا په لټون سترګې په لار څه معنا ؟

 

لاس د ښکاري څه وايي او زړه د غرڅې څه وايي؟

غواړمه یوه مانا لالیه چې ښکار څه معنا ؟

 

خلک پکې خدای لټوي ته ماشوم خبر هم نه

پوی به شې او لوی به شې چې سترګې د یار څه معنا؟

 

چپ شمه که ووایم چې دنګه یاره تا ښایم

خلک راته وايي چې «کاروانه» چنار څه معنا؟


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

افغانستان او ویسټ انډيز دویمه لوبه؛ د اتلانو لپاره د بریا او لاسته راوړنې بل فرصت

افغانستان کې د ډالري عاید ترلاسه کولو لارې چارې: انټرنټي پانګونې او کاپي ټریډنګ فرصتونه

د مبایل ګټې او عیبونه: بشپړ او جامع لارښود