پست‌ها

نمایش پست‌ها از ژوئن, ۲۰۲۵

د جګړې له سیوري تر ګرځندویانو: افغانستان د بهرنیانو پر مخ دروازې پرانیزي

تصویر
له څلورو لسیزو پرله‌پسې جګړو وروسته، افغانستان اوس په ډېر احتیاط سره د بهرنیو سیلانیانو پر مخ خپلې دروازې پرانیزي. که څه هم دا هېواد لا هم له نړیوالې انزوا او سختو امنیتي ننګونو سره مخ دی، خو د طالبانو حکومت د ګرځندویۍ صنعت ته د یوې اقتصادي ژغورونکې وسیلې او له نړۍ سره د اړیکو جوړولو د یو پل په سترګه ګوري. سیلانیان هم که په الوتکو کې وي، که په موټرسایکلونو او یا هم بایسکلونو، ورو ورو د دې لرغوني هېواد لورته مخه کوي، خو د دوی سفر له اخلاقي پوښتنو او امنیتي خطرونو خالي نه دی . د ګرځندوی اقتصادي لیدلوری : د طالبانو حکومت چې تر اوسه د نړۍ هېڅ کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، د ګرځندویۍ صنعت ته د یوې بالقوه ګټورې سرچینې په توګه ګوري. د ګرځندویۍ وزارت مرستیال، قدرت الله جمال، له اسوشیټیډ پریس سره په مرکه کې ویلي: "موږ اوسمهال له دې صنعت د پام وړ عواید ترلاسه کوو او هیله لرو چې راتلونکي کې به نور هم ډېر شي." نوموړی زیاتوي چې د ګرځندویۍ له لارې ترلاسه شوي عواید د نورو صنعتونو په پرتله د ټولنې ډېرو برخو ته رسېږي او کولای شي د هېواد په ملي اقتصاد کې مهم رول ولوبوي. د همدې موخې لپا...

پاکستانی ریاست نن د افغان کډوالو د ایستلو درېیم پړاو پیلوي

تصویر
که څه هم داسي راپورونه شته چې پاکستان د پي او آر کارت لرونکو کډوالو د افامت موده تمدیدوي خو له ټاکل شوي مهالوېش سره سم به دا هیواد نن (دوشنبه) د افغان کډوالو د ایستلو درېیم پړاو پیل کړي، چې له امله به یې شاوخوا ۱.۴ میلیونه ثبت شوي افغانان له دغه هېواده وایستل شي. دې چارې د بشري حقونو د ادارو او نړیوالو اندېښنې پارولي دي . د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دا عملیات به د ثبت شوو افغان کډوالو لپاره د خپلې خوښې ستنېدو د نیټې (د جون ۳۰ مه) له پای ته رسېدو سره سم پيل شي. دا هغه کسان دي چې د کډوالو د لویې کمیشنرۍ UNHCR  له خوا ورکړل شوي د استوګنې ثبوت (PoR) کارتونه لري . د دې پړاو په ترڅ کې به نژدې ۱.۴ میلیونه افغان وګړي، چې دا مهال په پاکستان کې مېشت دي، اغېزمن شي. د پاکستاني چارواکو په وینا، هغه افغانان چې تر ټاکلې نیټې پورې له پاکستانه ونه وځي، په زوره به وایستل شي. دا اعلان په داسې حال کې شوی چې پاکستان له تېر اکتوبر راهیسې د افغانانو د ایستلو پراخ کمپاین پیل کړی او تر اوسه یې نژدې یو میلیون افغانان ایستلي دي . د افغان کډوالو د ایستلو روان پړاو له هغه وروسته شدید شوی چې...

د ترهګرۍ حمایه کوونکي هېوادونه باید "منزوي" شي

تصویر
زلمي خلیلزاد ویلي، د سیاسي وسیلې په توګه ترهګرۍ کاروونکي هېوادونه باید «منزوي» شي د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د پاکستان په اړه په یوه مرکه کې ویلي چې هېڅ هېواد باید «ترهګرۍ» د سیاسي وسیلې په توګه ونه کاروي . خلیلزاد له یوې هندي رسنۍ سره د پاکستان په تړاو د خبرو پرمهال ویلي چې پاکستان پخپله هم له ترهګرۍ زیان لیدلی، او په وینا یې هر هغه هېواد چې ترهګري د سیاست د وسیلې په توګه کاروي، باید مجازات او منزوي شي . خلیلزاد که څه هم پهمستقیم ډول دا نه دي ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ روزونکی دی، خو د «ترهګرۍ» د ملاتړ او روزنې اړوند دا څرګندونې یې په پاکستان کې د روان وضعیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې مطرح کړې دي . د افغانستان لپاره د امریکا دغه پخواني ځانګړي استازي دا هم ویلي چې اوسمهال امریکا او هند د ډاډ د ترلاسه‌کولو لپاره ګډ کار کوي چې له مخې یې ترهګري روزونکی او له دې پدیدې سیاسي استفاده‌کوونکی هېواد باید مجازات او منزوي شي . زلمي خلیلزاد تر دې مخکې هم د پاکستان په اړه ورته توندې څرګندونې درلودې او پاکستاني چارواکو ته یې په بېلابېلو برخو کې مشورې او سپارښتنې...

د اماراتو روغتیايي مرکزونه؛ د افغان میندو او ماشومانو لپاره د ژوند نوې هیلې

تصویر
په افغانستان کې، چې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې یوه لویه ننګونه ده، د متحده عربي اماراتو په مالي مرسته جوړ شوي نوي ولادي کلینیکونه د زرګونو کورنیو لپاره د هیلو وړانګې ګرځېدلي دي. دا مرکزونه نه یوازې د میندو او ماشومانو د مړینې د لوړې کچې په کمولو کې مرسته کوي، بلکې د لومړي ځل لپاره یې لرو پرتو ټولنو ته بنسټیز روغتیايي خدمات رسولي دي . د یوې کورنۍ د ژوند بدلون : د ننګرهار ولایت یوه لرې پراته کلي کې، شازیه محمدي خپله اوومه ماشومه، فاطمه، په یوه نوي کلینیک کې نړۍ ته راوړه. دا د هغې لپاره یوه ځانګړې او نوې تجربه وه، ځکه دا لومړی ځل و چې د مسلکي طبي څارنې لاندې یې ماشوم زېږاوه. شازیه وايي: "پخوا مو اقتصادي وضعیت ډېر خراب و. اوس، د دې مرستې له برکته، زموږ حالت ډېر ښه شوی. موږ له متحده عربي اماراتو مننه کوو چې زموږ په ژوند کې یې دا ستر بدلون راوست ." د هغې خاوند، رمضان محمدي، د خپلو تېرو ستونزو په اړه وايي: "زموږ شپږ ماشومان په کور کې وزېږېدل، ځکه موږ لرو روغتونونو ته د تګ کرایه نه درلوده. دا لومړی ځل دی چې زموږ کور ته نږدې یو کلینیک جوړ شوی...

طالبان: غواړو چې د رېللارې په یوه پروژه ۹ ولایتونه ونښلوو

تصویر
پورې د ملي رېللارې د یو پلان شوې دهلېز د مسیر د ارزونې او نهایي کولو په په هدف پراخې لیدنې او سفرونه کړي دي . دا وړاندیز شوې رېل پټلۍ به د هېواد دننه او د سیمې په کچه د نښلېدو لپاره مهمه مرسته وکړي . د باختر آژانس د راپور له مخې، په دې ماموریت کې د ټولګټو، مالیې، کانونو او پیترولیم، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، کلیو پراختیا، اطلاعاتو او کلتور، او اقتصاد وزارتونو جګپوړو چارواکو ګډون کړی وو. همداراز، د ملي چاپېریال ساتنې ادارې او د ادارې اصلاحاتو ریاست استازو هم پکې برخه اخیستې وه . تخنیکي ټیمونو د بلخ،جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، هلمند، نیمروز، او کندهار ولایتونو په کچه لهطبیعي، تخنیکي، اقتصادي، چاپېریالي او ټولنیزو معیارونو سره سم د ممکنه رېللارې مسیرونه له نژدې وارزول. موخه دا ده چې داسې نهایي مسیر وټاکل شي چې د افغانستان اقتصادي وده، سیمه‌ییز اتصال، او د ترانزیت اسانتیا ته زمینه برابره کړي . یاد پلاوي له سیمه‌ییزو چارواکو سره غونډې هم کړې ترڅو د سیمې اړتیاوې او د خلکو لیدلوري هم په پرېکړه کې په پام کې ونیول شي . د دې ارزونو له بشپړېدو وروسته به، یو تخنیکي راپور ترتی...

له ایرانه، یوه ورځ کې تر ۳۰زره زیات افغان کډوال راستانه شوي

تصویر
هرات ولایت کې د طالبانو ځايي مسؤلانو تازه خبر ورکړی، چې پرون چهارشنبه له ۳۰ زره زیات افغان کډوال له ایرانه هرات ته راستانه شوي دي . یاد ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس احمدالله متقي زیاته کړې، چې هرات کې د کډوالو راستنېدو لړۍ روانه ده او لسګونه غټ موټر پر لار دي . د نوموړي په خبره، چې د طالبانو حکومت د مهاجرينو کمېټې غړي د ټولو راستنو شویو هېوادوالو په خدمت بوخت دي او ټولو ته د خوراک څښاک تدابير شته . سرچینه زیاتوي چې د راتلونکو نورو مهاجرينو لپاره هم ترتیبات نیول شوي . د یادونې وړ ده، چې د ایران ـ اسرائیلو ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته ایران کې د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ سلګونه افغانان هېواد ته راستنېږي . له ایرانه د کډوالو راتګ داسې مهال په زیاتېدو دی چې هره ورځ له پاکستانه هم لسګونه افغان کډوال راستنېږي .

روسیه: امریکا او لوېدیځ باید د افغانستان د بیارغونې مسئولیت واخلي

تصویر
د روسیې د امنیت شورا یو لوړپوړی چارواکی وایي، د امریکا په مشرۍ لوېدیځ هېوادونه باید په افغانستان کې له اوږدې جګړې وروسته د دغه هېواد د بیارغونې بشپړ مسئولیت ومني. مسکو همداراز له افغانستان سره د اړیکو د نوي کولو لپاره د شانګهای همکارۍ سازمان د "تماس ډلې" د بیا فعالولو غوښتنه کوي او وایي چې د روسیې له ترهګریزو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم ځنډولو دې پروسې ته لاره هواره کړې ده . د روسیې د امنیت شورا مرستیال سکرتر، الکساندر وندیکتوف، په تازه څرګندونو کې ویلي، د افغانستان د بیارغونې اصلي او دروند بار باید د لوېدیځو هېوادونو پر غاړه وي. د روسیې انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۳ مه) د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د امنیت شورا د سکرترانو په غونډه کې ټینګار وکړ: "زموږ په نظر، اوس هغه وخت رارسېدلی چې له افغانستان سره د شانګهای همکارۍ سازمان د اړیکو د یخ ماتولو په اړه فکر وکړو او دا کار د اړوندې تماس ډلې د کار په بیا پیلولو سره پیل کړو ." ښاغلي وندیکتوف همداراز د شانګهای سازمان پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې افغانستان کې د سولې او پ...

افغانستان کې د امریکا ناکامه ستراتیژي، د سنا غونډې ارزونه

تصویر
د امریکا متحده ایالاتو سنا د افغانستان د جګړې په اړه د څېړنو کمېسیون په یوه مهمه استماعیه غونډه کې، پخوانیو امریکايي چارواکو او ډیپلوماتانو په افغانستان کې د خپل هېواد شل کلن پوځي حضور او ستراتیژي په کلکه و ارزوله. په دې غونډه کې، چې د افغانستان د جګړې د ستراتیژیکو تېروتنو پر څېړلو متمرکزه وه، ګډونوالو په یوه خوله ومنله چې د امریکا شل کلن ماموریت له ناکامیو او بنسټیزو تېروتنو ډک و. دغه راپور د یادې غونډې مهم جزیات، د پخوانیو چارواکو څرګندونې، او د سیاسي کارپوهانو نظریات څېړي . د سنا د استماعیه غونډې مهمې موندنې د سنا په دې غونډه کې په ډاګه شوه چې که څه هم په ۲۰۰۱ کال کې د القاعده شبکې له منځه وړل د امریکا لپاره یو ترلاسه کېدونکی هدف و، خو د مشرتابه کمزورتیا، ناسمې پرېکړې، او د افغانستان له واقعیتونو ناخبري د دې لامل شول چې دغه اصلي هدف پوره نه شي او جګړه د کلونو لپاره وغځېږي. ګډونوالو ټینګار وکړ چې د امریکا ستراتیژي د وخت په تېرېدو سره خپل لوری له لاسه ورکړ او پر داسې مسایلو متمرکزه شوه چې د امریکا له ملي ګټو سره یې مستقیم تړاو نه درلود. دغه وضعیت نه یوازې د امریکا لپاره د سر او م...

رویټرز خبري اژانس: د ایران اټومي تاسیسات له منځه نه دي تللي

تصویر
رو یټرز خبري اژانس د امریکا استخباراتو له قوله په یوه راپور کې ويلي، د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا هوایي بریدونو کې دغه تاسیسات له منځه نه دې وړل شوي یوازې د دوو میاشتو لپاره ځنډېدلي . رویټرز زیاته کړې چې، په دغو بریدونو کې د یورانیمو زېرمي او سانټریفیوژونه خوندي پاتې دي او د ایران حکومت تر بریدونو وړاندې نامعلوم ځای ته لېږدولي دي . سرچینې زیاته کړې، دغه ارزونه د ټرمپ له هغې ادعا سره په ټکر کې ده، چې ویلي و د ایران اټومي تاسیسات یې په بشپړ ډول له منځه وړي . خو د امریکا ولسمشر بیا دغه ارزونه رد کړې او ټینګار یې کړی، چې د ایران اټومي تاسیسات یې په بشپړ ډول له منځه وړي . بل‌ لورته امریکایي رسنیو د ایران په اټومي تاسیساتو د واشنګټن بریدونه بې ګټې او ناکامه بللي دي . امریکا د تېرې یکشنبې په ورځ د ایران په نطنز، فردو او اصفهان اټومي انرژۍ تاسیساتو بریدونه وکړل .

سپینه ماڼۍ: ددې وخت رارسېدلی چې افغانستان کې بدلون له داخله پیل شي

تصویر
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې، د امریکا دايمي استازې ډوروتي شیا وویل، چې امریکا د افغانستان په اړه خپله تګلاره له سره ارزوي . شیا زیاته کړه، چې د امریکا.- افغانستان پالیسي دمګړۍ تر بیاکتنې لاندې ده . نوموړې زیاته کړه چې ډونالډ ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو څرګنده کړې چې د حکومت تمرکز محدود شوی دی . دوی زیاته کړې: “ د امریکایانو ساتنه، د ترهګرۍ له ګواښونو مخنیوی، او د ټولو بندیانو خوشې کول زموږ تر ټولو مهم لومړیتوبونه دي .” د امریکا دايمي استازې ډوروتي شیا په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو بیا واک ته تر رسېدو وروسته د نړیوالې ټولنې د مرستو پر تګلارې هم نیوکه وکړه او دا تګلاره یې «لنډ مهاله» او د ځمکنۍ وضعې د بدلون لپاره بې‌ اغېزې وبلله . هغه ټینګار وکړ: “زموږ د ګډو ګټو لپاره اړینه ده چې ډاډ ترلاسه شي افغانستان بیا هېڅکله ترهګرو ته پناه نه ورکوي، د یرغمل‌نیونې په دیپلوماسۍ کې ښکېل نه وي، او د سیمې د ثبات لپاره د مثبت رول لوبوونکی وي .” شیا وویل چې بدلون باید د افغانستان له دننه راپورته شي، او هیله یې وښوده چې نړیواله ټولنه دې یو موټی شي تر څو اغېزمنې پایلې ترلاسه ...

طالبان: تېر ۴ ورځو کې د پاکستان له زندانونو ۶۱۴ کسان خوشي شوې

تصویر
د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له زندانونو تازه ۲۶ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه شول . دغه وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، یاد شمېر افغان بندیان پرون (یک شنبه) د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې هیواد ته راستانه شول . سرچینه کاږي چې دغه راز، دغو افغانانو په یاد هیواد کې د اوسېدو اسناد هم درلودل؛ خو بیا هم پاکستاني پولیسو نیولي او تر اوو ورځو پورې ئې بندیان کړي وو . تر دې یوه ورځ وړاندې هم د پاکستان له زندانونو د ۶۷ تنو افغان بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکړل شوی وو . دغه راز د تېر غبرګولي میاشتې په ۳۰ مه او ۳۱ مه بیا ۵۲۰ افغانان د پاکستان له زندانونو آزاد او هېواد ته راستانه شوي دي . راستانه شوي افغان کډوال که څه هم د راتګ پرمهال لومړنۍ مرستې ترلاسه کوي، خو دوی دا بسندویه نه بولي او د مرستو غوښتنه کوي . د نظر خاوندان بیا وایي، کډوالو سره تر لومړنیو مرستو وروسته ښه لار دا ده چې دوی ته کاري زمینه برابره شي . دوی وایي تیارې مرستې د بېوزلو او کډوالو درد نشي دوا کولی او اړتیا ده چې د اوږودمهال لپاره دوی ته د کار زمینې برابرې ش...