روسیه: امریکا او لوېدیځ باید د افغانستان د بیارغونې مسئولیت واخلي
د روسیې د امنیت شورا یو لوړپوړی چارواکی وایي، د امریکا په مشرۍ لوېدیځ هېوادونه باید په افغانستان کې له اوږدې جګړې وروسته د دغه هېواد د بیارغونې بشپړ مسئولیت ومني. مسکو همداراز له افغانستان سره د اړیکو د نوي کولو لپاره د شانګهای همکارۍ سازمان د "تماس ډلې" د بیا فعالولو غوښتنه کوي او وایي چې د روسیې له ترهګریزو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم ځنډولو دې پروسې ته لاره هواره کړې ده.
د روسیې د امنیت شورا
مرستیال سکرتر، الکساندر وندیکتوف، په تازه څرګندونو کې ویلي، د افغانستان د بیارغونې
اصلي او دروند بار باید د لوېدیځو هېوادونو پر غاړه وي. د روسیې انټرفاکس خبري
اژانس د راپور له مخې، نوموړي د سېشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳مه) د شانګهای
همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د امنیت شورا د سکرترانو په غونډه کې ټینګار وکړ:
"زموږ په نظر، اوس هغه وخت رارسېدلی چې له افغانستان سره د شانګهای همکارۍ
سازمان د اړیکو د یخ ماتولو په اړه فکر وکړو او دا کار د اړوندې تماس ډلې د کار په
بیا پیلولو سره پیل کړو."
ښاغلي وندیکتوف
همداراز د شانګهای سازمان پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې افغانستان کې د سولې او پراختیا
د تضمین لپاره فعاله ونډه واخلي.
دا په داسې حال کې ده
چې د روسیې دا دریځ د دغه هېواد د نورو چارواکو له خوا هم تکرار شوی دی. د روسیې د
ملي امنیت شورا سکرتر، سرګي شویګو، هم د روان کال په غبرګولي میاشت کې په یوه ورته
غونډه کې له خپلو سیمهییزو سیالانو سره د شانګهای-افغانستان د تماس ډلې د کار د بیا
پیلولو وړاندیز کړی و.
ښاغلي شویګو په مسکو کې
د امنیت شورا سکرترانو ته په وینا کې یادونه وکړه چې د طالبانو ډله د روسیې د ترهګریزو
ډلو له نوملړه ځنډول شوې ده. د هغه په وینا، د دغه ځنډ له امله اوس دا زمینه
برابره شوې چې د شانګهای سازمان او افغانستان د تماس ډلې د فعالیتونو د بیا پیل په
اړه بحث وشي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر
پوتین هم تېر کال اعلان کړی و چې له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د شانګهای
سازمان د تماس ډلې د کار له بیا پیل څخه ملاتړ کوي.
د یادونې وړ ده چې په
افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنېدو
وروسته، تر اوسه د افغانستان په استازیتوب هېڅ لوري ته د شانګهای همکارۍ سازمان په
غونډو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې، او د افغانستان څوکۍ په دې سازمان کې تشه
پاتې ده. د روسیې وروستۍ هڅې داسې ښکاري چې غواړي له طالبانو سره د سیمهییزو
همکاریو یو نوی باب پرانیزي.

نظرات
ارسال یک نظر