له ایرانه، یوه ورځ کې تر ۳۰زره زیات افغان کډوال راستانه شوي
هرات ولایت کې د طالبانو ځايي مسؤلانو تازه خبر ورکړی، چې پرون چهارشنبه له ۳۰ زره زیات افغان کډوال له ایرانه هرات ته راستانه شوي دي.
یاد ولایت کې د
طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس احمدالله متقي زیاته کړې، چې هرات کې د کډوالو
راستنېدو لړۍ روانه ده او لسګونه غټ موټر پر لار دي.
د نوموړي په خبره، چې
د طالبانو حکومت د مهاجرينو کمېټې غړي د ټولو راستنو شویو هېوادوالو په خدمت بوخت
دي او ټولو ته د خوراک څښاک تدابير شته.
سرچینه زیاتوي چې د
راتلونکو نورو مهاجرينو لپاره هم ترتیبات نیول شوي.
د یادونې وړ ده، چې د
ایران ـ اسرائیلو ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته ایران کې د افغان کډوالو
د راستنېدو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ سلګونه افغانان هېواد ته راستنېږي.
له ایرانه د کډوالو
راتګ داسې مهال په زیاتېدو دی چې هره ورځ له پاکستانه هم لسګونه افغان کډوال راستنېږي.

نظرات
ارسال یک نظر