رویټرز خبري اژانس: د ایران اټومي تاسیسات له منځه نه دي تللي
رویټرز خبري اژانس د امریکا استخباراتو له قوله په یوه راپور کې ويلي، د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا هوایي بریدونو کې دغه تاسیسات له منځه نه دې وړل شوي یوازې د دوو میاشتو لپاره ځنډېدلي.
رویټرز زیاته کړې چې،
په دغو بریدونو کې د یورانیمو زېرمي او سانټریفیوژونه خوندي پاتې دي او د ایران
حکومت تر بریدونو وړاندې نامعلوم ځای ته لېږدولي دي.
سرچینې زیاته کړې، دغه
ارزونه د ټرمپ له هغې ادعا سره په ټکر کې ده، چې ویلي و د ایران اټومي تاسیسات یې
په بشپړ ډول له منځه وړي.
خو د امریکا ولسمشر بیا
دغه ارزونه رد کړې او ټینګار یې کړی، چې د ایران اټومي تاسیسات یې په بشپړ ډول له
منځه وړي.
بل لورته امریکایي
رسنیو د ایران په اټومي تاسیساتو د واشنګټن بریدونه بې ګټې او ناکامه بللي دي.
امریکا د تېرې یکشنبې
په ورځ د ایران په نطنز، فردو او اصفهان اټومي انرژۍ تاسیساتو بریدونه وکړل.

نظرات
ارسال یک نظر