د ترهګرۍ حمایه کوونکي هېوادونه باید "منزوي" شي


زلمي خلیلزاد ویلي، د سیاسي وسیلې په توګه ترهګرۍ کاروونکي هېوادونه باید «منزوي» شي

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د پاکستان په اړه په یوه مرکه کې ویلي چې هېڅ هېواد باید «ترهګرۍ» د سیاسي وسیلې په توګه ونه کاروي.

خلیلزاد له یوې هندي رسنۍ سره د پاکستان په تړاو د خبرو پرمهال ویلي چې پاکستان پخپله هم له ترهګرۍ زیان لیدلی، او په وینا یې هر هغه هېواد چې ترهګري د سیاست د وسیلې په توګه کاروي، باید مجازات او منزوي شي.

خلیلزاد که څه هم پهمستقیم ډول دا نه دي ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ روزونکی دی، خو د «ترهګرۍ» د ملاتړ او روزنې اړوند دا څرګندونې یې په پاکستان کې د روان وضعیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې مطرح کړې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا دغه پخواني ځانګړي استازي دا هم ویلي چې اوسمهال امریکا او هند د ډاډ د ترلاسه‌کولو لپاره ګډ کار کوي چې له مخې یې ترهګري روزونکی او له دې پدیدې سیاسي استفاده‌کوونکی هېواد باید مجازات او منزوي شي.

زلمي خلیلزاد تر دې مخکې هم د پاکستان په اړه ورته توندې څرګندونې درلودې او پاکستاني چارواکو ته یې په بېلابېلو برخو کې مشورې او سپارښتنې اورولې.

د ویلو ده چې خلیلزاد څو څو وارې له پاکستاني بندخونې د دغه هېواد د پخواني صدراعظم، عمران خان او د هغوی د پلویانو د خوشې‌کېدو غوښتنې هم کړې وې.

نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

متحده عربي امارات د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۳۵۰ جنګي بندیانو تبادله کې منځګړیتوب کوي

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي