طالبان: تېر ۴ ورځو کې د پاکستان له زندانونو ۶۱۴ کسان خوشي شوې
د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له زندانونو تازه ۲۶ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه شول.
دغه وزارت پر خپله اېکس
پاڼه لیکلي چې، یاد شمېر افغان بندیان پرون (یک شنبه) د کندهار ولایت د سپین بولدک
له لارې هیواد ته راستانه شول.
سرچینه کاږي چې دغه
راز، دغو افغانانو په یاد هیواد کې د اوسېدو اسناد هم درلودل؛ خو بیا هم پاکستاني
پولیسو نیولي او تر اوو ورځو پورې ئې بندیان کړي وو.
تر دې یوه ورځ وړاندې
هم د پاکستان له زندانونو د ۶۷ تنو افغان بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکړل
شوی وو.
دغه راز د تېر غبرګولي
میاشتې په ۳۰مه او ۳۱مه بیا ۵۲۰ افغانان د پاکستان له زندانونو آزاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
راستانه شوي افغان کډوال
که څه هم د راتګ پرمهال لومړنۍ مرستې ترلاسه کوي، خو دوی دا بسندویه نه بولي او د
مرستو غوښتنه کوي.
د نظر خاوندان بیا وایي،
کډوالو سره تر لومړنیو مرستو وروسته ښه لار دا ده چې دوی ته کاري زمینه برابره شي.
دوی وایي تیارې مرستې د بېوزلو او کډوالو درد نشي دوا کولی او اړتیا ده چې د اوږودمهال لپاره دوی ته د کار زمینې برابرې شي.

نظرات
ارسال یک نظر