روسیه طالبانو ته؛ افغانستان کې د ملي پخلاینې بهیر ژر پیل کړئ
د روسیې د ملي امنیت سلاکار طالبانو ته سپارښتنه کړې چې د ملي پلاخینې بهیر پیل کړي
د روسیې د ملي امنیت سلاکار سرګي شویګو په کابل
کې له طالب چارواکو سره په لیدنه کې د افغانانو ترمنځ د پخلاینې بهیر د پیل کېدو
غوښتنه کړې ده. هغه ویلي، چې روسیه په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره چمتو ده د
افغانانو ترمنځ د پخلاینې په بهیر کې مرسته وکړي.
سرګي شویګو چې پخوا د روسیې د دفاع وزیر و، د
دوشنبې په ورځ د یوه چګپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته لاړ او هلته یې د طالبانو د رییس
الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر،
د طالبانو دفاع وزير ملا یعقوب او کورنیو چارو وزير سراج الدين حقاني سره جلا جلا
ليدنې او خبرې کړې دي.
د رغنده سیاسي خبرو اترو بهیر
د روسیې د خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، شویګو
له طالب چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، «موږ د افغانانو ترمنځ د پخلاینې د پروسې
په شمول، د خپلو هیوادونو ترمنځ د رغنده سیاسي خبرو اترو د رامنځته کولو لپاره خپل
چمتووالی تاییدوو.»
بین الافغاني خبرې د طالبانو او امریکا ترمنځ ددوحې د هوکړې یوه برخه ده، خو طالبانو د تېر حکومت له مرکچي پلاوي سره له خبرو
انکار وکړ.
له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو
په وتلو سره افغان جمهوري حکومت نسکور شو او طالبانو په بشپړه توګه واک په لاس کې
واخست.
د طالبانو نیولی دریځ
په تېرو دریو کلونو کې د طالبانو مخالفو سیاسي
جریانونو په وار وار له دې ډلې سره پر خبرو او مذاکراتو ټینګار کړی خو طالبانو دا
وړاندیزونه رد کړي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږوال
فریدون سینیرلي اوغلو تېر کال د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت
په اړه د خپلې ارزونې راپور وړاندې کړ.
له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د لارې نقشه
او د افغان سیاسيونو د مشارکت لپاره د سیاسي بهیر پیل د دغه راپور د وړاندیز یوه
برخه وه.
اوغلو ویلي، چې دا بهیر د حکومت او طالبانو
ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو لامل کېدای شي.
طالبانو د «بین الافغاني خبرو» او په حکومت کې
د ګډون لپاره د پخواني حکومت د غړو له راستنیدو سره مخالفت ښودلی دی.
طالب چارواکو ویلي، چې له روسي پلاوي سره یې په لیدنه کې پر اقتصادي همکاریو او د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

نظرات
ارسال یک نظر