د عامې روغتیا وزیر خلکو ته؛ خپل ماشومان د واکسین په وسیله له ناروغیو وژغورئ


د طالبانو د عامې روغتیا وزیر له خلکو غوښتي چې د واکسین په تطبیق خپل ماشومان له ناروغیو وژغورئ

څو ورځې وړاندې طالبانو د کور په کور د واکسین پر کمپاین بندیز لګولی و چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د ګڼو افغانانو او روغتیايي بنسټونو له لوري له نیوکو سره مخامخ شو.

اوس تازه په افغانستان کې پر واکسین د طالبانو له نویو محدودیتونو سره د دې ډلې روغتیا وزیر له خلکو وغوښتل چې خپل ماشومان واکسین کړي. دې ډلې تېرو اونیو کې کور په کور د واکسین د کمپاین مخه ونیوله او په جوماتونو کې یې د ماشومانو د واکسینولو غوښتنه وکړه.

له ښځینه کارکوونکو سره د طالبانو ناوړه چلند

د طالبانو دا ګام له هغه وروسته و چې د روانې سپټمبر میاشتې پر لسمه یې کابل کې واکسیناتورې هم د واکسین له فعالیت منع کړې.

له دې محدودیتونو سره د طالبانو د روغتیا وزیر نن په کابل کې د کتلوي معافیت اړوند روغتون په پرانیست غونډه کې له خلکو وغوښتل چې خپل بچیان واکسین کړي: «خپل ماشومان د ناروغیو په مقابل کې واکسین کړئ چې خوندي او صحتمن پاېت شي

مولوي نور جلال جلالي د دغه روغتون په جوړولواو تجهیزولو کې د یونیسف مننه وکړه او همدارنګه یې له دې ادارې وغوښتل چې د واکسین په برخه کې ور سره مرسته وکړي.

هغه دا هم وویل، چې له هر مرستندوی سره یې په لیدنه او بهرنیو سفرونو کې یې تل دا غوښتنه کړې چې سیاست او صحت دې سره بېل وساتي.

د طالبانو له لوري په واکسین د بندیز په اړه غبرګونونه

څو ورځې وړاندې د اسټرالیا «کنورسېشن» رسنۍ خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د پولیو د واکسین کمپاین ځنډول ښايي د سیمې په هېوادونو کې د ګوزڼ ناروغۍ د خپرېدو لامل شي. افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې نه دي توانیدلي د ګورڼ ناروغي له منځه یوسي.

په دغه راپور کې چې د تېرې دوشنبې په ورځ د تلې په دویمه خپور شو، ویل شوي چې د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین ځنډېدو له امله د افغانستان او پاکستان تر منځ لارو کې د خلکو ګڼې ګوڼې له امله پاکستان هم د پولیو د ناروغۍ خطر زیات کړی.

د روغتیا نړۍوال سازمان سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۱۸ او په پاکستان کې ۱۷ نوې پېښې تایید کړې دي.

د پاکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې؛ تر اوسه په دغه هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۲۱ ته رسېدلی دی.

خو په روغتیا او نورو برخو کې پر ښځو د طالبانو له بندیزونو سره د بهرنیانو مرستې هم اغېزمنېږي.

مرستندویان په دې برخه کې د مېرمنو رول اغېزناک بولي او په دې باور دي چې د روغتیا، واکسین او نورو برخو کې د ښځو بې برخې کول دغه چارې کم اغېزه کوي.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

افغانستان او ویسټ انډيز دویمه لوبه؛ د اتلانو لپاره د بریا او لاسته راوړنې بل فرصت

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي