اګنیس کالمارډ: د هرهغه ګام ننګه کوو، چې د بشري حقونو سرغړونکي محاکمې ته راکاږي
د بښنې نړیوال سازمان
د عدالت نړیوالې محکمې ته د طالبانو په اړه د شکایت کولو هر کلی کړی دی
د بښنې نړۍوال سازمان د یو شمېر هېوادونو د هغې
پرېکړې هرکلی کړی، چې له مخې یې په افغانستان کې واکمن طالبان د بشري حقونو د سرغړونو
له امله محاکمې ته راکاږل کېږي.
د بښنې نړۍوال سازمان عمومي مشرې اګنیس کالمارډ
وویل:« طالبانو افغان ښځې او نجونې د ژوندانه له ټولو ډګرونو اېستلې او په سیستماتیک
ډول یې د دوی حقونه او انساني کرامت ورځینې تروړلی دی.»
جنسیتي اپارتاید
نوموړې وایي، د هغو هېوادونو له وروستي دریځه
په کلکه ننګه کوي چې له مخې یې طالبان د بشري حقونو د سرغړونو په اړه حساب کتاب ته
راکاږل کېږي.
نوموړې زیاته کړې:« جنسیتي اپارتاید د بشریت په
وړاندې جرم دی.
نړۍواله ټولنه باید د عدالت د نړۍوالې محکمې په ګډون په افغانستانکې د بشري حقونو د روانو سرغړونو د پای ته رسولو لپاره ټولې شته لارې خپلې کړي.»
هغې دا رنګه ټینګار کړی:« د ښځو په وړاندې د هر
ډول تبعیض د له منځه وړلو په اړه د ملګرو ملتونو د کنوانسیون د سرغړونو لپاره د
عدالت د تامین په لور اخیستل شوی ګام ډېر مهم دی. نړۍ باید د افغانستان له زړورو ښځو
او نجونو سره په پیوستون کې د طالبانو رژیم حساب ورکولو ته اړ کړي.»
د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت کوونکي
هېوادونه
د بښنې نړۍوال سازمان دغه غبرګون تر هغې یوه ورځ وروسته مخې ته راځي، چې شلو نورو هېوادونو د جرمني، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ هغه غږ بدرګه کړ چې ویلي یې و، په افغانستان کې د طالبانو ډله د پراخو بشري سرغړونو له امله باید نړۍوالې محکمې ته راکاږل شي.
خو طالبانو د دغو هېوادونو د نوي دریځ په غبرګون
کې ویلي و، چې په افغانستان کې بشري حقونه تر پخوا زیات په پام کې نیول شوي او دغه
پرېکړه یې د څو تنو افغان مېرمنو په لمسون شوې پرېکړه بللې او ویلي یې دي، چې دوی
د خپلو اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د دغه شان پېښو سره چلن کوي.
پر دې سربېره، کارپوهان وايي، که د عدالت
نړیواله محکمه د طالبانو قضیه تعقیب کړي، نو ددې ډلې سفیران، نورو هېوادونو ته سفر
کوونکي مشران او نور غړي به ونیول شي او محکمې ته به راکاږل شي.


نظرات
ارسال یک نظر