ایران، پاکستان، چین او روسیې د افغانستان په اړه څلور اړخیزه ناسته وکړه
ایراني رسنۍ وايي، د افغانستان په اړه د ایران، پاکستان، چین او روسیې څلور اړخیزه ناسته په نیویارک کې جوړه کړه
د ایران، چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو
او د پاکستان د دفاع وزیر د ملګرو ملتونو د ۷۹مې سرمشریزې په څنډو کې د افغانستان په
اړه په نیویارک کې څلور اړخیزه ناسته کړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه
ناسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په مشرۍ د چېن، روسیې او
پاکستان چارواکو سره په نیویارک کې جوړه شوې وه.
په افغانستان کې روان وضعیت
د ایران د بهرنیو چارو له وزارته په خپره شوې
خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د ناستې برخهوالو په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه
خبرې کړې او په دې اړه یې یوه اعلامیه هم صادره کړې ده.
د ایران دولتي خبري اژانس لیکلي، چې د څلورو هېوادونواستازو په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د راوستو او د هغه هېواد له واکمنو
چارواکو سره د تعامل په رامنځته کولو سلا مشورې کړې دي.
اېرنا د دغې ناستې په اړه زیات جزییات نه دي
خپاره کړي او د خپرې شوې اعلامیې په اړه یې هم زیاته رڼا نه ده اچولې.
د ایران مهر خبري اژانس پرته له دې چې د غونډې
د نېټې یادونه وکړي، د جمعې په ورځ لیکلي، دغه غونډه د ایران، چین او روسیې د بهرنیو
چارو وزیرانو عباس عراقچي، وانګ يي او سرګي لاوروف او همدارنګه د پاکستان د دفاع
وزیر خواجه اصف په ګډون جوړه شوې وه.
یاد هېوادونه او د طالبانو ترمنځ اړیکې
څرګنده نه ده، چې په غونډه کې ولې د پاکستان د
بهرنیو چارو وزیر پر ځای دفاع وزیر خواجه اصف ګډون کړی و.
که څه هم چې دغو څلورو هېوادونو لا تر اوسه د
طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی؛ خو له دغې ډلې سره ډېر نږدې اړیکي پالي.
دغو هېوادونو په بېلابېلو ناستو کې په
افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت په جوړېدو، له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره په
مبارزې ټینګار کړی؛ خو د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو لهخوا د بشری حقونو په
سرغړونو زیات نه دي تم شوي.
سره له دې چې یاد هېوادونه له طالبانو سره
نږدې اړیکې لري، خو تر څنګ یې په افغانستان کې د داعش ډلې له نفوذ او غښتلي کېدو
هم په ویره کې دي.

نظرات
ارسال یک نظر