د هرات له حوزوي روغتون سره د متحده عربي اماراتو د ۹ ډیالیز ماشینونو مرسته
متحده عربي اماراتو د هرات د زلزلې پرمهال هم په هرات ولایت کې لنډمهاله کلینیکونه جوړ کړي وو
په هرات کې د طالبانو ځايي
چارواکي وايي چې متحده عربي اماراتو د هرات له حوزوي روغتون سره د نهو ډیالیز ماشینونو
مرسته کړې ده.
په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست
پنجشنبه د تلې پر ۵مه، په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه ماشینونه پرون د هرات روغتون ته
سپارل شوي دي.
ناروغانو ته د اسانتیاوو برابرېدل
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله
خیرخواه چې دا مهال په هرات کې دی، ویلي چې په دغو ماشینونو سره به ناروغانو ته لا
زیاتې اسانتیاوې برابری شي.
بلخوا، د هرات روغتون رییس محمد برات ټینګار کړی
چې له اوو شته ډیالیز ماشینونو په ګټې اخیستنې سره په میاشت کې ۵۰۰ کسان ډیالیز کېدل،
خو د نويو ماشینونو په فعالېدو سره به دا
شمېر په میاشت کې ۸۰۰ کسانو ته زیات شي.
ډیالیز ماشین هغه وسیله ده چې د پښتورګو پر
ناروغۍ د اخته ناروغانو د وینې پاکولو لپاره کارول کیږي.
د عربي متحده اماراتو نورې مرستې
دوه کاله وړاندې متحده عربي اماراتو په
افغانستان کې له هغو خلکو سره د ۳۳ ټنو خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته
وکړه چې د افغانستان په جنوب هرات ولایت کې څو ورځې وړاندې زلزلې وځپل او د سر او
مال دروند زیان یې ورته واړوه. په یاده زلزله په زرګونو کسان اغېزمن شوي چې بېړنیو
مرستو ته اړتیا لري.
په هرات ولایت کې د زلزلې پر مهال د ټپیانو
لپاره د عربي متحده اماراتو لنډمهال کلینیک رامنځته شوی و.
له افغانانو سره شوي مرسته زاید بن سلطان النهیان
د خیریه بنسټ او نورو بنسټونو څخه راټوله شوي او بیا زلزله ځپلو ته لېږل شوي ده.
د عربي متحده امارتو له لوري یاد بیړنی روغتون
داسې مهال جوړیږي چې په هرات کې د تېرې څه باندې یوې اونۍ زلزلو له امله ناورین را
منځته شوی.
د یادونې وړ ده چې وروستۍ زلزلې په هرات ولایت
کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او ډېره کورونه یې له یوې مخې له منځه وړي دي.
د هرات روغتون د هېواد په لوېدیځ کې تر ټولو لوی
روغتیایي مرکز دی، چې له بادغیس، فراه، نیمروز، غور او نورو ولایتونو ګڼ ناروغان د
درملنې لپاره ورته راځي.

نظرات
ارسال یک نظر