د خبریالانو خوندیتوب کمېټه طالبانو ته؛ پر ژوندیو سیاسي خپرونو بندیز لرې کړئ

 

طالبانو په رسنیو کې پر ژوندیو سیاسي خپرونو نوي بندیزونه وضع کړي او له رسنیو یې غوښتي چې په بحثونو کې د ګډون‌کوونکو لېست باید هر سهار له دوی سره شریک شي.

کارپوهان وايي، طالبان په دا ډول هڅو سره په افغانستان کې د بیان نسبي ازادي هم محدودوي او هڅه کوي چې ټول اطلاعاتي او چاپي وسایل د ځان په ګټه په تبلیغاتو کې استعمال کړي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غوښتنه

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتي چې، په ژوندیو سیاسي خپرونو دې لګول شوي بندیزونه لري کړي.

د  “سي‌پي‌جی” په خپره خپره کړې خبرپاڼه کې د آسیا د برخې د همغږې کوونکې بیه لي‌یي له قوله راغلي چې د طالبانو له‌خوا نوي محدودیتونه په افغانستان کې د رسنیو د اساسي آزادیو د پای په معنی ده.

نوموړې ویلي، چې دغه اقدام د دې هڅه ده چې رسنۍ د طالبانو پر تبلیغاتې وسیلې بدلې شي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د دوو خبریالانو له قوله چې نومونه یې نه‌دي اخیستل شوي، ویلي چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یکشنبې په ورځ د رسنیو یو شمېر مسوولان ورغوښتي وو او هغوی یې له نویو محدودیتونو خبر کړي دي.

د سیاسي بحثونو ګډون‌کوونکو لېست باید د طالبانو لخوا تائید شي

د دغو نویو محدودیتونو له مخې، هغه خبریالان چې د سیاسي بحثونو ژوندۍ خپرونې چلوي هر سهار باید د موضوع او د ګډونوالو په اړه یې د طالبانو د مسوولو چارواکو تاییدي ترلاسه کړي او وروسته خپرونې ثبت کړي.

یوه خبریال بیا د نوم نه خپراوي په شرط تاند ته ویلي، چې په دغو محدودیتونو کې د سیاسي خپرونو له خپرېدو وړاندې د طالبانو تائیدي هم اړینه ده.

افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنۍ درې کاله کېږي او په دې موده کې د بشر حقونو ترڅنګ د رسنیو فعالیتونه هم تر سخت فشار او سانسور لاندې دي.

سربېره پر دې، د طالبانو رژیم هڅه کوي چې په افغانستان کې هغه رسنۍ چې ډېر لیدونکې یا مخاطبین لري، د ځان په ګټه په تبلیغاتو کې ترې کار واخلي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو په افغانستان کې په لسګونه چاپي، غږیز او انځوریز مطبوعات له خپرونو منع او بندیزونه یې ورباندې وضع کړل. 

نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

افغانستان او ویسټ انډيز دویمه لوبه؛ د اتلانو لپاره د بریا او لاسته راوړنې بل فرصت

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي