د طالبانو رژیم: داعش خراسان اوس د پاکستان له بلوچستان او خیبرپښتونخوا فعالیت کوي
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، داعش خراسان اوس د افغانستان پر ځای په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې مېشته ده دغه څرګندونې د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد د داعش د هغې ډلې له نیولو وروسته کړې، چې د نوموړي په خبره په کابل کې یې پر څارنوالانو او بامیانو کې پر سیلانیانو بریدنو کې لاس درلود. مجاهد وايي، په افغانستان کې یې د داعش ډله سخته ځپلې او اوس پاکستان ته لېږدول شوې ده . د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د داعش خراسان څانګې مشران او نور غړي د طالبانو له ځپونکو عملیاتو وروسته د پاکستان بلوچستان او خیبرپښتونخوا ته تللي دي . دغه معلومات د داعش غړو له نیول کېدو وروسته تر لاسه شوي د طالبانو ویاند له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له افغانستان څخه داعش خراسان څانګې د مشرانو وتلو او پاکستان ته دتللو معلومات یې له هغه وروسته ترلاسه کړي، چې په کابل او ننګرهار کې یې د عملیاتو پر مهاله د داعش هغه ډله ونیوله چې په کابل کې پر څارنوالانو او په بامیان ولایت کې پر بهرنیو سیلانیانو په بریدونو کې لاسه درلود . مجاهد وايي، له یادو کسانو سره یې یو تن تاجکستانی وګړی هم نیولی چې غوښ...