د امریکا ۳۹ ولسمشر ومړ؛ جیمی کارټر د ۱۰۰ کلونو په عمر ومړ
د امریکا ولسمشر جیمي کارټر د نورو ولسشمرانو په پرتله د ډېر عمر څښتن و
د امریکا پخوانی ولسمشر جیمي کارټر د ۱۰۰ کلونو په عمر
تر هغه وروسته ومړ، چې څه باندې یو کال په روغتون کې و.
د امریکا ۳۹م ولسمشر د جورجیا د مونګلو یو بزګر و،
چې په ۱۹۷۷ کال کې یې د ولسمشرۍ په څوکۍ د واک د ترلاسه کولو پر مهال په حکومت
باندې د باور د بیرته راګرځولو په لټه کې و او بیا یې د بشرپالنې په توګه د نه ستړي
کېدونکو کارونو له امله شهرت پیدا کړ.
د هغه لاسته راوړي جایزې
هغه په ۲۰۰۲ کې د نوبل د سولې جایزه هم ترلاسه کړه.
جیمي کارټر د جورجیا له یوه فارم څخه د متحده ایالاتو
ولسمشر او د نوبل جایزې ګټونکی او وروسته د سولې او بشري حقونو فعال شو.
کارټر په ۱۹۷۷ کې ولسمشر جیرالډ فورډ ته په ټاکنو کېماتې ورکړه او د متحده ایالاتو ۳۹م ولسمشر شو.
هغه د متحده ایالاتو د نورو ولسمشرانو په پرتله
اوږد ژوند وکړ.
د پخواني ولسمشر کارټر د ولسمشرۍ له دورې
وروسته په سپینه ماڼۍ کې د هغه کارونه د بریالیو کارونو په توګه یادېدل.
د بشر حقونو په برخه کې د نوموړي هڅې
نومړي په ۹۰ کلنۍ کې د بشري حقونو لپاره کار کاوه،
کتابونه یې ولیکل، د اړو خلکو لپاره یې کورونه جوړ کړل، هره یکشنبه یې په ښوونځي کې
ښوونه ورکوله او د سولې په لټه کې یې د نړۍ سفرونه وکړل.
کارټر د ولسمشرۍ دورې نه وړاندې د متحده ایالاتو
د سمندري اکاډمۍ څخه فارغ شوی، د دغه هېواد سمندري ځواکونو په مرین پروګرام کې یې
برخه اخیستې، دوه دورې د جورجیا ایالت سناتور او د والي په توګه دنده ترسره کړې.
د هغه کورنۍ د ۲۰۲۳ کال په فبروري کې اعلان وکړ، چې هغه د
روغتون د یو لړ لارښوونو وروسته په خپل کور کې دی او پالنه یې کېږي.
ځیني مبصرین هغه د ملت "د تر ټولو بریالي
پخواني ولسمشر" په توګه یادوي.
کارټر په ۱۹۷۹ کال کې خپل د ملي امنیت سلاکار
برژیسنکي ته دنده وسپاره چې پر افغان د شوروي اتحاد د یرغ پر ضد له افغان مجاهدینو
سره مرسته وکړي.
نوموړي په همدې کال کې په افغانستان کې د مداخلې هڅه وکړه او د روسانو په مقابل کې یې له مخالفو ډلو سره همکارۍ پیل کړې.

نظرات
ارسال یک نظر