یوناما: پکتیکا کې د پاکستان د هوايي برید پلټنه باید وشي


یوناما ویلي چې پر پکتیکا د پاکستان هوايي برید کې ماشومان وژل شوي او باید پلټنه یې وشي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي، د باوري رپوټونو له مخې پکتیکا کې د پاکستاني ځواکونو هوايي برید کې لسګونه ملکیان چې ماشومان او ښځې هم په کې شاملې دي وژل شوي. دا خبره يوناما پر خپل اېکس پاڼه لیکلې او د دې پېښې د پلټنې غوښتنه هم کړې.

د ډسبمر پر ۲۴مې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو په دغه هوايي برید کې ۵۱ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

پوځ عملیات او د ماشومانو خوندیتوب

یوناما پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: "د نړیوالوقوانینو له مخې پوځي ځواکونه اړ دي چې د عملیاتو پر مهال د ملکیانو خوندیتوب په موخه ټول اړین ګامونه پورته کړي او د وسلوالو او ملکي وګړو تر منځ توپير وکړي. "

یوناما زیاتوي چې یوه رسمي پلټنې ته اړتیا ده چې "د قربانیانو حقونه پر ځای شي او په راتلونکي کې د ورته پېښو مخنیوی وشي."

له دې وړاندې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې کابل کې یې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او پکتیکا کې یې د پاکستان هوايي بریدونو په تړاو ورته خپل احتجاج په ډاګه کړی. لوړپوړو طالب چارواکو ګوتڅنډنه کړې چې د پاکستان دې برید ته به په کلکه ځواب ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په لومړي ځل د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هوايي برید منلی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوچ ویلي چې پوځي ځواکونو یې "خپلو وګړو ته د ور پېښو ګواښونو له امله د افغانستان پر خاوره د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ د وسله والو ډلو پر وړاندې عملیات کړي."

نن (پنجشنبه) اسلام اباد کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال اغلې بلوچ د دغو عملیاتو د تائید تر څنګ ویلي "هېواد یې د خپلو وګړو خوندیتوب لپاره یو موټی دی."

نوموړې زیاته کړه چې د افغانستان پر خاوره ډیورنډ کرښې ته نژدې سیمو کې یې "دا عملیات د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ کړي."

طالبانو د پاکستان پر وروستي برید توند غبرګون ښوولی او ویلي یې دي چې ددې بریدونو غچ به واخلي.

پر دې سربېره، پر طالبانو نیوکه ده چې پر افغان خاوره د تېري په مخنیوي کې پاتې راغلي دي. 

نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

متحده عربي امارات د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۳۵۰ جنګي بندیانو تبادله کې منځګړیتوب کوي

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي