اسرائیل، ملګرو ملتونو ته اجازه نه ورکوي چې غزې ته مرستې ورسوي
د اسرائیلو پارلمان د رایو په اکثریت د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو پر ادارې انراوا بندیز لګولی. د اسرائیلي پارلمان د پرېکړې پر بنسټ انراوا نور نه شي کولی د ختیځ بیت المقدس په ګډون په دغه هېواد کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
دغه پرېکړه په نړيواله کچه ډېر ژر د هغو هېوادونو
په ګدون چې د اسرائيلو ملاتړ کوي له غبرګون سره مخامخ شوه. امریکا، بريتانیا او
جرمني د اسرائيلو د دې پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ځکه چې دغه اداره د غزې
له دوو ميليون زیاتو جنګ ځپلو او په نورو اشغال شويو سيمو کې سلګونه زره خلکو ته
بشري مرستې چمتو کوي.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت، ويلي چې دفلسطينيانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو اداره (اونروا) په غزه کې د بشري مرستو په وېش کې مهم رول لري او په غزه کې نژدې دوه ميليونه وګړي د دې ادارې پر خدمتونو تکيه کوي.
اسرائيل د ملګرو ملتونو پر يادې ادارې تور پورې
کوي چې له حماس سره يې "لاس يو کړی" او ان ځينې کارکوونکي يې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر
اوومې نېټې "بريدونو" کې ښکېل وو.
اونروا اداره له لسيزو راهيسې فلسطيني کډوالو
ته له روغتيايي او طبي خدمتونو نيولې تر سلګونه زره ماشومانو او تنکيو ځوانانو پورې
د ښوونې او روزني خدمتونه وړاندې کوي.
د دې ادارې مشر فېلېپ لازاريني د اسرائيلو دا
بنديز بې "ساری او خطرناک" بللی چې په وينا يې دا به د فلسطينيانو کړاو
لا پسې نور هم زيات کړي.
نوموړي ويلي دا پرېکړه د ملګرو ملتونو د منشور
خلاف ده او د نړيوالو قوانينو او تړونونو پر وړاندې د اسرائيلو د دولت له
مکلفيتونو "سرغړونه" ده

نظرات
ارسال یک نظر