ایران: ۵۷۴ افغان بندیان به کابل ته وسپاري
ایراني چارواکو ویلي، ۵۷۴ افغان بندیان به طالبانو ته وسپاري
د ایران لوی څارنوال وایي، چې ټول ټال د اتو
زرو په شاوخوا کې د بهرنیو بندیانو له ډلې څخه به ۵۷۴ یې
راتلونکې میاشت افغانستان ته واستول شي.
د ایران د دولتي خبري اژانس اېرنا د راپور له
مخې، د هغه هېواد لوی څارنوال محمد موحدي ازاد ویلي، د ایران په زندانونو کې له
بهرنیو بندیانو څخه نه یوازې دا چې دغه هېواد ته ګټه نه رسېږي؛ بلکې پر هغوی د
دولت زیات لګښت هم کېږي.
نوموړي په خبره، باید د دغو بندیانو شمېر را کم
شي.
ښاغلي موحدي ازاد وویل:« د دې لپاره اسانه او ارزانه لاره دا ده، چې هغوی باید خپلو هېوادونو ته ولېږل شي او د ایران پر حکومت دغه اقتصادي بوج نور را کم شي.»
د ایران لوی څارنوال په دې برخه کې د هغې کمېټې
یادونه هم وکړه، چې خپلو هېوادونو ته د بهرنیو بندیانو د لېږد مسوولیت لري.
نوموړي په دې برخه کې د افغان بندیانو په اړه
وویل:« دغه کمېټه باید په راتلونکې میاشت کې هغه ۵۷۴ افغان بندیان خپل هېواد ته واستوي، چې
په اړه یې محکمې وروستۍ پرېکړه اعلان کړې وي.»
که څه هم چې د ایران لوی څارنوال د دغو بندي شویوافغانانو د بندي کېدو لاملونه نه دي په ډاګه کړي؛ خو تر ډېره په ایران کې افغانان
د نشهیي توکو د قاچاقو او پر نورو جنایي جرمونو تورن دي، چې ډېر ځله د هغه هېواد
په زندانونو کې د افغان بندیانو د اعدامولو خبرونه هم خپرېږي.
د ایران د عدلیې وزیر امین حسین رحیمي بیا وایي، چې هېواد یې تېر کال له افغانستان سره دې هوکړې ته رسېدلی چې یو شمېر بندیان به خپل هېواد ته استوي او د هغوی د محکومیت پاتې موده به د خپل هېواد په زندانونو کې تېریږي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه:« تېر کال د ایران د قضاییه
قوې د بشري حقونو د برخې پلاوی افغانستان ته تللی و او هلته له طالب چارواکو سره دې
هوکړې ته رسېدلی و، چې یو شمېر هغه افغانان چې په جنایي جرمونو تورن دي خپل هېواد
ته ستانه کړي.»
په ایران کې د زندانونو وضعیت تر ډېره اندېښمنونکی دی او د دغه هېواد په زندانونو کې د اعدامونو لړۍ هم روانه ده، چې دغو اعدامونو د بشري حقونو د بنسټونو نېوکې هم له ځان سره لرلې دي.

نظرات
ارسال یک نظر