طالبان: د ملګرو ملتونو د دفترونو لګښتونه او د کارکوونکو معاشونه لوړ دي


طالبان وايي چې د ملګرو ملتونو د دفترونو لګښتونه او د کارکوونکو معاشونه ډېر لوړ دي

دوی د ملګرو ملتونو او اروپايي اتحادیې په ګډه غونډه کې دا خبرې کړي دي او ویلي یې دي چې د لوړو معاشونو تر څنګ یې کارونه هم موثر نه دي.

د طالبانو د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف وايي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو د لوړو اداري لګښتونو او معاشونو له امله د دې سازمان د پروژو مؤثریت کم شوی دی.

د طالبانو پر لومړیتوبونو ټینګار

د طالبانو د اقتصاد وزیر له ملګرو ملتونو وغوښتلچې په خپلو پروګرامونو کې د دې ډلې لومړیتوبونه په پام کې ونیسي. د دې ترڅنګ دې نویو جوړو شوو ولسوالیو ته توجه وکړي.

ده له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د خپلو پروژو په اړه له اقتصاد وزارت سره مشوره وکړي او راپور ورکړي.

دین محمد حنیف پرون (سې شنبې) په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفترونو له استازو سره په کتنه کې وویل چې د دې سازمان پروژې شفافې نه دي او له انکشافي اړخه متوازنې نه دي.

ښاغلي حنیف ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو دفترونه مکلف دي چې د خپلو فعالیتونو راپور بې له ځنډه د اقتصاد وزارت ته وسپاري.

په پروژو کې نامتوازن پرمختګ

دین محمد حنیف د ملګروملتونو له دفترونو سره د تفاهم لیکونو د لاسلیک په ځنډ کې دلیل دا وباله چې پروژې د متوازن پرمختګ د اصل پر بنسټ نه تطبیق کیږي، د هېواد د اساسي برخو اړتیاوې په پام کې نه نیول کیږي، او د دې دفترونو معاشونه او لګښتونه لوړ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان تر اوسه د طالبانو د اقتصاد وزیر دې غوښتنې ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی. مخکې له دې، نړیوالو سازمانونو له دې شکایت کړی و چې د طالبانو چارواکي د بشري مرستو په وړاندې کولو او د پروژو په تطبیق کې مداخله کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د عقرب په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې په روان کال د سپټمبر میاشت کې د ۱۷۳ پیښو له امله ۸۳ د بشري مرستو پروژې لنډ مهالې ځنډول شوې دي. دې دفتر وویل چې د دې پېښو ۹۸ سلنه دلیل د طالبانو مداخله وه او دا پېښې د تېر کال په پرتله ۶۶ سلنه زیاتې شوې دي.

نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

متحده عربي امارات د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۳۵۰ جنګي بندیانو تبادله کې منځګړیتوب کوي

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي