په کابل کې پر موټر سایکل د امیرخان متقي ګرځېدل څه پیغام لري؟


د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ډاډمن امنیت ښودلو په موخه پر موټر سایکل ښار ته وتلی دی

د طالبانو ډله چې تل په افغانستان کې د سراسري امنیت ادعا کوي، دا ځل یې یو لوړپوړی چارواکی په موټر سایکل سپور او د کابل په سړکونو ګرځي. په خواله رسنیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر انځورونه او ویډیوګانې لاس په لاس کیږي او ظاهرا داسې ښودل کېږي، چې نوموړی له ساتونکي پرته ګرځي.

د «امارت اسلامي‌ اردو» پر خپلې اېکس پاڼې تایید کړې، چې پر موټرسایکل سپور کس د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دی.

د امیرخان متقي دغه کار ته غبرګونونه

ځینو طالب پلوو پر اېکس همدا جمله لیکلې: «افغانستان اوس د امن څادر اغوستی، چې له وزیر تر فقیر هر څوک په کې ډاډه ژونداو کار و بار کولی شي

د متقي دا کړنه له ګڼو نیوکو سره هم مخ شوې ده.

افغان خبریال بلال سروري د متقي ویډیو پر اېکس خپره کړې او ورسره لیکلي یې دي: «د جرمونو لوړ ګراف، وسله والې غلاوې، د طالبانو ضد ډلو لکه (اې اېف اېف) (اېن ار اېف) او (ای اېس کې پي) له خوا وژونکو بریدونو وروستۍ لړۍ په داسې یوه وضعیت کې ګورو، چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ښه امنیت انځور وړاندې کوي

د اېکس یوه بل کاروونکي لیکلي: «افرین دې د موټرسایکل پر ټایرونو وي چې دومره غټ بار زغمي

دغه راز یوه بل کاروونکي بیا لیکلي: «دا د تېر په یاد یې چلوي، چې په کویټه کې یې تر دې لوړ څه نه لرل

د امنیت په اړه د طالبانو ادعا

طالب چارواکو په وار - وار سره ادعا کړې ده، چې په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ دی او د هېواد خاوره په بشپړه توګه د یادې ډلې په واک کې ده.

تر دې وړاندې یو شمېر لوړ پوړو طالب چارواکو ویلي و، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون پر مهال هره ورځ په اوسط ډول له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کسان وژل کېدل.

اخوا د طالبانو د کورنیو چارو وزير هم ویلی و، چې د دې ډلې حکومت منظم پوځ او پولیس نه لري، خو په افغانستان کې یې په کمو امکاناتو «داسې امنيت ټینګ کړی، چې مثال یې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې نه شته

طالب چارواکي په داسې حال کې په افغانستان کې د جګړو د ختمېدو او د امنیت د ټینګښت ادعا کوي، چې دغې ډلې په تېرو څه باندې شلو کلونو کې له بهرنیو ځواکونو سره د جګړو په پلمه لسګونه زره افغانان په ځانمرګو بریدونو، هدفي وژنو، د ماین په چاودنو او ډله ییزو بریدونو کې وژلي دي.

ځینې کسان وايي، طالبانو په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان امنیت خراب کړی و.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

متحده عربي امارات د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۳۵۰ جنګي بندیانو تبادله کې منځګړیتوب کوي

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي