کابلوف: نړۍ دې حقیقت ته رسېږي چې طالبان د افغانستان قانوني مسئول دي
ضمیر کابلوف ویلي، اوس نړۍ دې حقیقت ته رسېږي چې طالبان د افغانستان قانوني مسئول دي، خو مسکو پخوا په دې پوهېده
د روسیې ډیپلوماټیکه
دستګاه، نظامي او استخباراتي ادارې د طالبانو په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کوي چې
دغه نظورونه کاملا له یوه او بل سره په ټکر کې دي.
څه موده وړاندې د
روسیې دفاع وزیر د افغانستان له شمالي ولایتونو د روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو د
ناامنه کولو ګواښ جدي بللی و او ویلي یې وو چې په یادو ولایتونو کې د روسیې ضد
ترهګرې ډلې په ځواکمنېدو دي.
خو تازه د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی وايي، «نړۍ دې
حقیقت ته ورو ورو رسېږي چې طالبان د افغانستان قانوني چارواکي دي.»
د ضمیر کابلوف په خبره، «دا هغه حقیقت دی چې مسکو ډېر پخوا منلی و، خو نړۍ یې چې اوس هم مني، تر نه منلو یې په ځنډ منل غوره دي.»
ضمیر کابلوف د ملګرو ملتونو په مشرۍ د
افغانستان په هکله د دوحې غونډې درشل کې دا هم ویلي چې په دغه ناسته کې به پر
افغان کړکېچ تمرکز کېږي.
خو ښاغلی کابلوف وايي، «دا غونډه به هغه وخت ګټوره
وي چې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د نږدې او رغنده همکارۍ په ژوندي کولو په
تېره د هغو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو په حل کې مرسته وکړي، چې افغانان ور سره مخ
دي.»
ښاغلی کابلوف چې د روسیې په استازولۍ د دوحې غونډه کې ګډون کوي، وايي، د دې ناستې په څنډه او نورو مناسبو فارمټونو کې به له طالبانو سره وګوري او خبرې به ورسره وکړي.
مسکو، ایران، چین او د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه
هڅه کوي چې په سیمه کې له طالبانو د خپلو هېوادونو په خاطر په نړیواله کچه ګټه
پورته کړي. له همدې امله مسکو له کلونو راهیسې له طالبانو ښکاره ملاتړ کوي.
د دوحې دریمه ناسته سبا د جون په دېرشمه د دوو ورځو لپاره د
قطر پلازمېنه کې جوړېږي.
دا ځل د دوحې په دریمه
ناسته کې طالب پلاوی ددې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد تر مشرۍ لاندې هم ګډون کوي.
.jpg)
.jpg)
نظرات
ارسال یک نظر