ذبیح الله مجاهد: "د دوحې ۳مه ناسته کې د ګډون بشپړ چمتوالی لرو"
ذبیح الله مجاهد وايي، ملګرو ملتونو زموږ شرایط ومنل او د دوحې په ناسته کې ګډون کولو ته چمتو شوو
ښاغلی مجاهد د یوه
خبري کنفرانس په ترڅ کې له رسنیو سره هغه مسائل شریک کړل چې د دوحې په ۳مه غونډه
کې بحث کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې
په دې ناسته کې به د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزه او د اقتصادي ستونزو پر موضوعګانو
بحثونه راټول وي.
د طالبانو ویاند ذبیح
الله مجاهد وایي، چې (د چنګاښ په ۱۰مه او ۱۱مه) د قطر په
پلازمینه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربهتوب په جوړېدونکې درېیمه غونډه کې د ګډون
لپاره په بشپړ چمتوالي سره برخه اخلي.
د ملګرو ملتونو له
لوري د شرایطو منل کېدل
ښاغلي مجاهد نن شنبه
(د چنګاښ په ۹مه نېټه)د حکومت د رسنیو په مرکز کې خبریالانو
ته وویل، په دغې ناسته کې دوی له هغه وروسته برخه اخلي چې ملګرو ملتونو د دوی یو لړشرایط ومنل؛ خو نوموړي د دغو منل شویو شرایطو په اړه نور جزییات په ډاګه نه کړل.
هغه دا رنګه ویلي، چې
په دغې ناسته کې به د افغانستان د کورنیو مسلو په اړه بحث نه کېږي او لامل یې دا ښودلی
چې د افغانستان کورنۍ مسلې به په کور د ننه هوارېږي او د ملګرو ملتونو سره تړاو نه
لري.
هغه دا رنګه وویل:« موږ
د هېواد ملي ګټو ته په کتو له ټولو هېوادونو غواړو، چې د افغانستان خلک په سختو
شرایطو کې یوازې پرېنږدي او د افغانستان په بیارغونه او اقتصادي پیاوړتیا کې ونډه
واخلي او خنډونه لرې کړي.»
له طالبانو سره د ښه
تعامل دریځ
ښاغلي مجاهد ویلي، د
دوحې ناستې ته د تفاهم او ستونزو د حل په موخه روان دي او ټول اړوند هېوادونه له
افغانستان سره د ښه تعامل دريځ ته را بولي.
د هغه په وینا،
غواړي په دغې ناسته کې ملګرو ملتونو او نورو اړوندو هېوادونو سره له افغانستان سره
د مثبت او رغنده تعامل موضوع هواره کړي.
هغه د دوحې په ناسته کې
د ښځو د ګډون په اړه ویلي، چې دغه ناسته کې یې د افغانستان د یواځیني دریځ په موخه
د ښځو له ګډون سره مخالفت کړی او د دوی پلاوی به د افغانستان په استازیتوب هلته
برخه اخلي.
د یادونې وړ ده چې د
ملګرو ملتونو لخوا د دوحې له ناستې د افغان مېرمنو حذف ډېری بنسټونه غوصه کړي دي.
.jpg)
نظرات
ارسال یک نظر