پر یوټیوب څنګه پیسې ګټلی شو؟

تاسو که د یوې سوژې مهارت ولرئ، نو کولی شی چې پر یوټیوب پیسې وګټی

یوټیوب چینل په نړۍ کې دویم کانال دی چې تر ګوګل وروسته زیاتې پیسې ګټي.

له ځانه یوټیوبر جوړول ستاسو پر نوښت، انګیزه، دوام ورکونه او پشتکار پورې اړه لري او تاسو کولی شی چې دا هدف تر لاسه کړی. نو راځئ چې ځینې مهارتونه یې درته وښیم

څه ډول یوټیوبر کېدای شې؟

د یوټیوبر کېدلو زده‌کړه له تاسو سره همکاري کوي چې یوه قوي برنامه جوړه کړئ، تر څو بریالۍ شي.  هڅه وکړئ چې د یوټیوب کانال مو نیچ (niche) جوړ کړئ.

نیچ دا معنی چې مخکې د کار له پیل پر دې فکر وکړی چې تاسو په کومه برخه کې فعالیت کوی. تاسو چې په کومه برخه کې تخصص لری نو په هماغه برخه کې کار وکړئ او یوټیو جوړ کړی. دا کار له تاسو سره مرسته کوي چې پر خپل هدف تمرکز وکړئ. مثلاً ته یو ښه اشپاز یې، ته باید په همدې برخه کې یوټیوب چینل وچلوې. وروسته کولی شی چې دا سریال کړئ او خپل تمرکز یې پر محتوا راټول کړی

د خپل یوټیوب چینل لپاره د مینځپانګې په اړه د نظرونو سرچ وکړئ.

د YouTuber کیدو دا طریقه اړینه ده ځکه چې دا تاسو ته اجازه درکوي د ویډیو تولید لپاره ډیری نظرونه ولرئ او د نظرونو څخه تیر نشی. تاسو کولی شی چې په دې اړه ګوګل کې سرچ وکړئ او خپل ځان پوه کړئ.

کله مو چې یوټیوب جوړ او ګڼه نظریات مو ولوستل او ځانونه مو ورباندې پوه کړل نو له هغه وروسته تاسو باید د ويډیو ایډیټ په ډېر ښه شکل سره وکړی او ځانونه مسلکي کړئ. کله

د خپل یوټیوب لپاره تبلیغات

که تاسو غواړئ چې د خپل یوټیوب لپاره تبلیغاتوکړی نو باید د فیسبوک، انسټګرام، ټویټر او نورو چینلونو څخه کار واخلی او ددې تر څنګ تاسو باید تر ټولو ټاپ عنوان او جذاب زیګنال د یوټیوب د ويډیوګانو لپاره انتخاب کړی څو خلک دا خوښ او فالورز یې ډېر شي.

کله چې ستاسو یوټیوب ډېر کامیاب شو، نو تاسو ته به د یوټیوب کمپنۍ تر څنګ له هغو شرکتونو هم پیسې ګټی چې تاسو ته اعلانات درکوي.

په نړۍ کې تقریبا دوه میلیارده خلک هره میاشت یوټیوب ګوري او د خپلې برخې په موادو پسې سرچ کوي. نو کله چې دومره خلک یوټیوب کاروي نو دا تر ټولو غوره لاره ده چې تاسو یو مسلکي یوټیوبر شی او پیسې وګټی.

نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

افغانستان او ویسټ انډيز دویمه لوبه؛ د اتلانو لپاره د بریا او لاسته راوړنې بل فرصت

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي