زبیده اکبر: "د دوحې دریمه ناسته مې تحریم کړه"
د بشري حقونو فعاله زبیده اکبر وايي، د دوحې په دریمه ناسته کې یې د ملګرو ملتونو د ګډون بلنه رد کړه
د ملګرو ملتونو تر
مشرۍ لاندې د دوحې دریمه ناسته د افغان او د نړۍ نورو هېوادونو د مېرمنو له کلکو
نیوکو سره مخامخ ده. دغه فعالانې ادعا کوي چې ملګرو ملتونو د افغان ښځو حقونه شاته
کړي او پر ځای یې د طالبانو رژیم ته ترجیح ورکوي.
که څه د ملګرو ملتونو
ویاند، سرمنشي او نور د دوحې د دریمې ناسته کې د ښځو پر حقونو د بحث کولو ډاډورکوي، خو د طالبانو په غوښتنه د مدني ټولنو غړي ترې حذف شوي دي.
د بشري حقونو فعاله زبیده اکبر وایي، چې په دوحې ناسته کې د ګډون لپاره د ملګرو ملتونو لهخوا ورته بلنه ورکړل شوې وه؛ خو هغه به دغې ناسته کې ګډون ونه کړي.
اغلې اکبر ویلي، د ملګرو ملتونو لهخوا د دوحې
له اصلي خبرو اترو د ښځو حذفولو غوسه کړې ده.
د بشري حقونو فعالان وایي، ملګرو ملتونو د دوحې
د اصلي ناستې له جوړښته ښځې حذف کړې دي.
له دې سره د هغوی په وینا، «یوشمېر ښځو او مدني
فعالانو» ته د دغې ناستې په څنډو کې د هېوادونو له ځانګړو استازو سره د لیدنې بلنه
ورکړل شوې ده.
لاروښانه نه ده، چې ملګرو ملتونو کومو کسانو ته
په ناسته کې بلنه ورکړې ده.
اغلې اکبر پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي:« زه په
دوحې ناسته کې د ملګرو ملتونو لهخوا د ښځو د حذفولو پر پرېکړې غوسه یمه.»
هغې زیاته کړې، چې د دوحې په ناسته کې د ښځو څنډې
ته کول یوازې د طالبانو د خوشالولو لپاره شوي او بله لاسته راوړنه نه لري.
له جدي ناورین سره د افغان مېرمنو مخامخ کېدل
د بشري حقونو د دغه فعالې په وینا، دې ته په
کتو چې په افغانستان کې اوسمهال ښځې له جدي ناورین سره مخامخې دي، باید په دوحې
ناسته کې د ښځو موضوع د دوی د کار له لومړیتوبونو څخه وي.
طالبان به د راتلونکې اونۍ په پای کې خپل
استازي دوحې ته واستوي، چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ دغه دوه ورځنۍ ناسته کې چې د ۲۵ هېوادونو ځانګړي
استازي په کې ګډون کوي برخه واخلي.
دا د ملګرو ملتونو په مشرۍ درېیمه او لومړۍ
ناسته ده، چې د طالبانو په حضور کې به ترسره شي؛ خو له اصلي ناستې د ښځو او مدني ټولنو
د استازو حذفول پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د یادونې وړ ده چې ملګرو ملتونو ویلي، دغه ناسته کې به د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو بحث ونه شي.
.jpg)
.jpg)
نظرات
ارسال یک نظر