خواجه اصف: د ټي ټي پي پرضد "عزم استحکام" عملیات د افغانستان خاورې ته غځوو

د پاکستان دفاع وزیر وايي، د ټي ټي پي او وسله والو ډلو پرضد پیلېدونکي عزم استحکام عملیات افغانستان ته هم غځوي

پاکستان وروسته له هغه د عزم استحکام د عملیاتو پیلولو اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د تحریک طالبان پاکستان او بلوچ ازادي غوښتونکي غورځنګ پر پاکستاني پوځ مرګوني بریدونه ډېر کړل.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ وویل چې د “عزم استحکام” په نوم عملیاتو کې کیدای شي په افغانستان کې د پولې (د ډیورندکرښې) ورهاخوا د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي.

ده وویل، دغه عمليات بېړنۍ پرېکړه نه ده، بلکې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ملي امنيت د تامين لپاره يو اړين ګام دى.

خواجه اصف له امریکا غږ سره په خبرو کې د عملیاتو په وړاندې د سیاسي حساسیت پر موجودیت اعتراف وکړ خو ډاډ یې ورکړ چې حکومت یې د سیاسي ګوندونو له خوا راپورته شویو اندیښنو ته د رسیدو لپاره چمتو دی.

ده وويل، حکومت به دا موضوع د بحث لپاره اسمبلۍ ته راوړي او د غړو ترمنځ د باور د رامنځته کولو لپاره به هر ډول پوښتنې ځواب کړي.

د پاکستان دفاع وزیر څرګنده کړه چې پاکستان په فعاله توګه د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پر ضد عملیات کوي او پلان لري چې دغو هڅو ته دوام ورکړي.

اصف ټینګار وکړ، «که ترهګر له افغان خاورې پر پاکستان برید کولای شي، نو ولې یې ځواب نه وایو؟»

وزير په تېرو کلونو له ګاونډي هېواد سره د ده په ادعا د پاکستان له ډېرو مرستو سره سره د افغانستان له لوري د همکارۍ پر نشتوالي اندېښنه څرګنده کړه.

هغه وړاندیز وکړ چې د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسي باید له سره وارزول شي، ویې ویل: “موږ د افغانستان لپاره ډیر څه کړي، خو دا هغه انعام دی چې موږ یې د خپلې مهربانۍ په بدل کې ترلاسه کوو.”

پاکستان تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې پوځي عملیات به د افغانستان خاورې ته وغځوي.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

افغانستان او ویسټ انډيز دویمه لوبه؛ د اتلانو لپاره د بریا او لاسته راوړنې بل فرصت

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي