د نیمې شپې د وږي کېدلو لاملونه څه دي؟
د نیمې شپې وږي کېدل
یوه ناروغي ده او که د بدن اړتیا؟
په نیمه شپه کې وږي
کېدلو یو لامل دا هم کېدلی شي چې تاسو په ورځنيو خوړو کې داسې کافي خواړه ونه لری
چې ستاسو د وجود کالوري او نوره انرژي در پوره کړي.
تاسو هم له هغو یاست چې په نیمه شپه کې له خوبه
راپاڅئ او بې اندازې زیات وږي یاست. کله مو هم فکر کړی چې ولې سړی په نیمه شپه کې
وږی شي؟
لوږه یو بېړنی احساس دی، یانې کېدای شي چې د
بدن وضیعت مو بدل کړي. له خوبه مو پاڅوي او مجبور مو کړي چې په نیمه شپه کې په
پخلنځي کې دیګونه وپلټئ. که دا حالت څو ورځې پرله پسې دوام وکړي نو د ستونزي لامل
کېږي او نه یوازې دا چې بد عادت دی، د خوب کیفیت مو هم خرابوي. مجبور یاست چې حل
ورته پیدا کړئ. دلته به یې حللاره درښیو، خو غوره حللاره یې د خوراکي رژیم تغیرول
دي.
کله چې وږي شئ، نو ولې
له خوبه راویښېږی؟
تاسو ارام ویده یاست، خو د بدن غړ
ي مو فعالیت
کوي، هغوی د هر فعالیت لپاره انرژۍ ته اړتیا لري، او دا انرژي د خوړو له لارې پوره کېږي.
دا ستونزه د زیاترو کسانو په خوراکي ريژیم پوري
تړلي وي، مګر ډېری وخت د ځینو درملو خوړلو له امله هم دغسي ستونزې پیدا کېدای شي.
ښایي درته جالبه معلومه شي، خو ډېر خوراک هم د
شپې د وږي کېدو لامل کېږي، په ځانګړي ډول هغه خوراک چې نشایسته او شکر ولري. ځکهدا له حده زیات د ویني د شکر لامل کېږي، همدارنګه پانکرانس د انسولین هورمون په
تولیدولو سره د وینې طریقه کموي او د لوږي لامل کېږي.
څېړونکي هم سپارښتنه کوي چې له خوبه وړاندې هغه
مغذي خواړه وخورئ چې له ۲۰۰ کمه کالوري ولري، دا کولای شي چې میتابولیزم ښه کړي او د لوږي مخه
ونیسي.
تاسې لږ خوب مه کوئ او
پوره یې کړئ
بل که غواړئ چې تاسو د شپې وږي نه شی، نو د
ورځنیو خوړو کیفیت ته فکر وکړئ او ځان ډاډمن کړئ چې تاسې په خوړو کې هر ډول انرژي
پوره کوونکي خواړه شته او کنه.
.jpg)
.jpg)
.jpg)
نظرات
ارسال یک نظر