طالبانو په درنو مالیاتو کې کمښت راوست

په تېرو دریو کلونو کې اکثره کسبګرو او اتحادیو له درنې مالیې ورکولو شکایت درلود

تازه د طالبانو تر کنټرول لاندې د طالبانو د رهبر شیخ هیبت الله اخوندزاده د فرمان پر اساس اعلان وکړ چې له هغه چا به کلنۍ ثابته مالیه نه اخیستل کېږي چې کلنی پلور یې تر دوه میلیونه افغانیو وي.

د مالیې وزارت سرپرست وايي، له دوه مېلیونو افغانیو څخه د لوړ پلور لرونکو کسبګرو لپاره یې د مالیې د ورکړې په برخه کې هم کمښت راوستی دی.

د طالبانو د مالیې وزارت او یو شمېر لوړ پوړو چارواکو نن پنجشنبه د (غبرګولي ۱۰مه) د رسنیو په مرکز کې د اصنافو د ثابتې مالیې د معافیت او کمښت په اړه رسنیز کنفرانس ورکړ.

تر دوو میلیونه پورته مالیه اخیستل کېږي

د طالبانو د مالیې وزارت سرپرست محمد ناصر اخوند د یاد رسنیز کنفرانس پر مهال اعلان وکړ، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوند د حکم له مخې ټول هغه هټۍوال او کسبګر د ثابتې مالیې له ورکړې معاف دي چې کلنی پلور یې ۲ مېلیونه افغانۍ او یا له هغې څخه کم وي.

نوموړي وویل:« د دوی د مشر د ځانګړي حکم پر بنسټ هغه دوکانداران او کسبګر چې کلني خرڅلاو توکي یې تر دوه مېلیونو افغانیو پورې وي؛ د ثابتې مالیې له ورکړې په بشپړه توګه معاف دي

نوموړي زیاته کړه:« له دې څخه پورته (تر دوه مېلیونه لوړ) پلورونکو اصنافو او کسبګرو څخه د (۰،۵) سلنې ثابتې مالیې پر ځای (۰،۳) سلنه مالیه اخیستل کېږي

د تېر کال ثابته مالیه

د طالبانو د مالیې وزارت سرپرست وايي،
تېر کال یې هم خلکو ته د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د صنعت کارانو مالیه له
۴ سلنې څخه ۲ سلنې ته راټیټه کړې وه.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، هبت الله اخوندزاده یاده پرېکړه د اصنافو د استازو له پرله پسې غوښتنو وروسته وکړه.

ښاغلی حنفي وايي، د مالیې د معافیت حکم د ۱۴۰۳ کال له پیل څخه د پلې کېدو وړ دی.

د یادونې وړ ده چې طالبان په افغانستان کې د پانګه‌والو او کاروباریانو لپاره د سهولتونو برابرولو کې هڅې کوي تر څو یې لا پانګونې ته وهڅوي.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

متحده عربي امارات د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۳۵۰ جنګي بندیانو تبادله کې منځګړیتوب کوي

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي