پر اسلام‌اباد د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار؛ د کډوالو جبري شړل ودروئ



 د بښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو جبري ستنېدل بس کړي

دغه سازمان د ښځو او نجونو په اړه هم اندېښنه ښوولي او ویلي یې دي چې په دغه کډوالو ستنېدو کې به دوی نور هم له ګواښونو سره مخامخ شي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ویستلو د دوهمې لړۍ د پیل په اړه د غبرګونونو په دوام، د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتي چې باید جبري ستنونې ودروي.

دغه سازمان په یوه بیان کې چې نن یې خپور کړی ویلي له پاکستانه د افغان کډوالو ویستل به ښځې او نجونې په ځینو مواردو کې له بې ساري ګواښ سره مخ کړي.

امنسټي انټرنېشنل دا هم ویلي چې د کډوالو جبري شړل د زده کړو، کار، فعالیت او په نورو ورځنیو برخو کې د افغان ښځو او نجونو ونډه په جدي ډول راکموي .

دغه سازمان غوښتنه کړې چې پاکستان دې د افغان کډوالو مېرمنو او نجونو د خوندیتوب لپاره ګامونه پورته کړي.

په همدې حال کې په پاکستان کې مېشتې یو شمېر افغان ښځې هم وايي په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ښځو په هر ډول فعالیتونو بندیزونه لګولي بیرته ستنول یې د مرګ له ګواښ سره مخ کوي

.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې ته ځینو پاکستاني حکومتي سرچینو ویلي چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه وار له مخه معلومات راټول شوي او د دوی د ایستلو دوهمه لړۍ به د اپریل په ۱۵ مه پیل شي.

په دې کې هغه افغان کډوال هم شامل دي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد یانې د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لري.

مخکې پاکستان کې د کډوالو د حقونو د دفاع يو بنسټ "کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمېټې" ویلي وو چې د افغان کډوالو د "پي‌او‌آر" کارتونو اعتبار به د مارچ په ۳۱مه پای ته ورسېږي او له‌دې وروسته به سلګونه زره افغان کډوال له ستونزو سره مخ شي.

بل لورته هغه کډوال چې په دې وروستیو کې د ایران او پاکستان لخوا افغانستان ته په جبري ډول ستانه کړل شوي، د بې‌روزګارۍ له ستونزې سره مخامخ دي.

دوی د طالبانو له رژیم غواړي چې په بېلابېلو برخو کې ورسره همکاري وکړي. 

نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

افغانستان او ویسټ انډيز دویمه لوبه؛ د اتلانو لپاره د بریا او لاسته راوړنې بل فرصت

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي