کورنیو چارو وزارت: تېرو شپږو میاشتو کې ۱۲زره ۵۴۰ مجرمین نیول شوي
د طالبانو تر کنټرول
لاندې کورنیو چارو وزارت تېرو ۶میاشتو کې ۸زره ۷۴۷ د جرمي پېښو د ثبت او ۱۲زره ۵۴۰
مجرمینو د نیولو خبر ورکوي
هاخوا بیا د نظر خاوندان وايي، په کوم هېواد
کې چې د جرمونو ګراف پورته ځي، هلته اصلي لامل بېروزګارۍ زیاتېدل وي.
تازه د طالبانو د کورنیو
چارو وزارت ویاند وایي، د ۱۴۰۲ کال وروستیو ۶ میاشتو کې په
افغانستان کې دې ډلې ۸ زره او ۷۴۸ جرمي پېښې
ثبت کړې دي.
عبدالمتین قانع زیاتوي، په دغه موده کې امنیتي ادارو ۱۲ زره ۵۴۰ کسان د جرمونو په تور نیولي چې د کال د لومړیو میاشتو پرتله نږدې شپږ ځلې زیاتوالی ښيي.
طالبانو د تېر کال
عقرب کې ویلي و چې د کال په لومړیو شپږ میاشتو کې یې دوه زره ۱۳۶ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
نوموړي نن په کابل کې
خبری غونډې ته وویل، چې د ۱۴۰۲ کال وروستیو شپږو میاشتو کې ۲۱ انسان تښوونکي وژل شوي، ۱۷۲ نیول شوي او اتلس تښتول شوي کسان د سړي تښتوونکو
له منګلو خوشې شوې دي.
د طالبانو تر کنټرول
لاندې کورنیو چارو وزارت وايي، تر نورو کلونو تېر کال د اختطاف کچه کمه شوې ده او هڅه کېږي چې نوره هم راکمه شي.
ښاغلی قانع د ۸۷۴۸ جرمې پېښو په هکله وایي، چې په دې کې ۷ زره او ۲۲۳ یې کشف شوې او یو زرو ۵۲۵ نورې یې تر تعقیب لاندې دي.
د طالبانو د کورنیو
چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دغه راز زیاته کړې، چې د نشه یي توکو پر ضد
مبارزه کې د نشه یي توکو د تولید ۸ ماشینونه، د تولید او پروسس ۳۷۷ بیلابیلې فابریکې کشف او له منځه وړل شوې دي.
د نوموړي په وینا، په
دغه موده کې ۳.۶۴۵ زره هکتاره ځمکه د کوکنارو له کر پاکه شوې
ده.
عبدالمتین قانع د جرمي
پېښو د راپور د وړاندې کولو په خبري غونډه کې وویل، چې په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۳۲۲ میله وسلې، د سپکو او درنو وسلو ۴۲ زره فیرونه، ۲۵۱ لاسي بمونه، ۱۸۴ ماینونه او ۳۲۴ کیلوګرامه
چاودیدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
که څه هم طالبان د
جرمونو مخنیوي کې ځانونه بریالي بولي، خو کارپوهان وايي، هغه هېواد کې د جرمونو
کچه زیاتېږي چې د بېروزګارۍ ګراف په کې لوړ وي.

.jpg)
نظرات
ارسال یک نظر