سرچینې: په تېرو څو ورځو کې پاکستان کې ۵ بریدونو ۱۸ کسان وژلي
په دې وروستیو کې
پاکستان کې ناامني په اوج کې ده چې هره ورځ وسله والو بریدونو کې کڼ شمېر کسان وژل
کېږي
د الجزیري سرچینې
وايي، د مارچ میاشتې له ۱۶مې تر ۲۶مې نیټې پورې
په پاکستان کې پنځه بریدونه شوي، چې درې یې په خیبر پښتونخوا او دوه یې په
بلوچستان ایالتونو کې رامنځ ته شوي دي. د دغو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي.
ټول دغه پنځه بریدونه ځانمرګي
بریدونه وو، چې لږ تر لږه ۱۲ پوځي کسان، پنځه چینایي وکړي او یو پاکستانی
وګړی پکې وژل شوي دي.
د پاکستان د امنیټي
چارو یو شنوونکي افتخار فردوس الجزیرې ته وویل، د دغو چاودنو بڼې د پاکستان په امنیتي
ادارو کې اندیښنې راپارولي. دغه ادارې په دې باور دي چې په پاکستان کې پر چینایانو
بریدونه د یوه "لوی پلان" برخه ده چې د دغه هیواد اقتصادي ګټو ته به زیان
ورسوي، او د دغو هیوادونو ترمنځ اړیکې به خرابې کړي.
پر چینايي کارګرانو برید، د بیجینګ له توند غبرګون سره مخامخ شوي.
د چین د بهرنیو چارو
وزارت د مارچ په ۲۷ مه یوې اعلامیه کې ویلي: "چین له
پاکستانه غوښتي چې ژر تر ژره دې د دغه پيښې په اړه بشپړې څېړنې وکړي، عاملین دې یې
ونیسي او عدالت ته دې وسپاري. په ورته وخت کې، موږ له پاکستان څخه غوښتنه کوو چې
په پاکستان کې د چینايي اتباعو، بنسټونو او پروژو د خوندیتوب لپاره اغیزمن ګامونه
پورته کړي.
"
د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې په دې وروستیو کې ناامني زیاته شوې او ددغه هېواد پوځ خپله روحیه بایللې ده.

.jpg)
نظرات
ارسال یک نظر