د چهارشنبې په ورځ ۶۵۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه کړای شوي
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې برخه کې د طالبانو د حکومت عالي کمېسیون ویلي، پرون چهارشنبه د هېواد له بېلابېلو لارو ۱۲۲۰ کډوالې کورنۍ چې، د غړو شمېر یې ۶ زره ۴۶۲ تنه کیږي په اجباري توګه له پاکستانه راستانه کړای شوي . یاد کمېسیون ویلي، دغه شمېر کډوال د کندهار سپین بولدک، هرات اسلام کلا، نیمروز ورېښمو پل او هلمند بهرامچې له لارې هېواد ته راستانه شوي . دغه راز له کابل څخه ۵۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲ زره ۷۹۶ تنه کیږي کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ولایتونو ته انتقال شوي . په بېرته راستو شویو کډوالو د لارې کرایې سربېره میلیونونه افغانۍ نغدي مرسته هم وېشل شوې . دغه راز د یوه بل خبر له مخې طالب مسوولان وایي تېره اونۍ کې د پاکستان له زندانونو ۳۰۰ افغان زندانیان خوشې شوي او هېواد ته راستانه کړای شوي دي .