د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو نوی باب؛ د متقي او پزشکیان مهمه کتنه
سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د یو مهمې کتنې په ترڅ کې له افغانستان سره د هر اړخیزو همکاریو لپاره د خپل هېواد چمتووالی ښوولی. دا کتنه د «تهران د خبرو اترو مجمع» په څنډه کې د یکشنبې په ورځ ترسره شوې ده.
د دواړو هېوادونو د
بهرنیو چارو وزارتونو د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د ایران او افغانستان د
دوه اړخیزو اړیکو، د افغان کډوالو وضعیت، اقتصادي همکاریو او سیمهییزو بدلونونو
په اړه هراړخیز بحث شوی دی.
د طالبانو د بهرنیو
چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد په خپل ایکس (پخوانی ټویټر) حساب کې لیکلي، چې
ولسمشر پزشکیان افغانستان ته د یو "ښه ګاونډي" په سترګه ګوري. د هغه په
وینا، د ایران ولسمشر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او امنیتي
همکاریو د پراخېدو هیله څرګنده کړې.
پزشکیان دا هم ویلي چېتهران به د افغان کډوالو لپاره د اسانتیاوو چمتو کول جاري وساتي او له کابل سره به
نږدې تماسونه لا پیاوړي کړي.
د طالبانو د بهرنیو
چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي بیا له ایران سره د اړیکو د پراخوالي غوښتنه کړې.
نوموړي ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید د سوداګرۍ کچه لوړه کړي، د نشهيي توکو
پر ضد ګډه مبارزه وکړي او د افغان مهاجرو د ستنولو بهیر تدریجي او له واضح پلان سره
پر مخ یوسي.
متقي له ایراني لوري
غوښتي چې دغه بهیر باید داسې تنظیم شي چې نه د کډوالو اقتصادي فعالیتونه له خنډ
سره مخ شي او نه هم پانګوال زیانمن شي.
دا کتنه په داسې حال کې
ترسره شوې چې ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې فشارونه زیات شوي. ګڼ شمېر
افغانان د نیونو، زورزیاتي او جبري ایستنې له ګواښ سره مخ دي. په تېرو میاشتو کې ګڼې
ویډیوګانې او راپورونه خپاره شوي چې ښيي زرګونه افغان کډوال د قانوني اسنادو سربېره
هم له ایرانه ایستل شوي دي.

نظرات
ارسال یک نظر