متحده عربي امارات د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۳۵۰ جنګي بندیانو تبادله کې منځګړیتوب کوي

د متحده عربي اماراتو د دولت رئیس په پلان کې لري چې د ختیځې اروپا په شخړه کې د ښکېلو هېوادونو روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه کې د نیول شویو جنګي بندیانو چې شمېر یې ۳۵۰ تنه کېږي، تبادله کې منځګړیتوب وکړي.

د چهار شنبې په ورځ، مسکو او کیف د ۱۷۵ اوکراینیانو او ۱۷۵ روسانو تبادله وکړه، چې دا کسانو د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ راهیسې د روانې جګړې پر مهال له یوه او بل لوري نیول شوي وو.

د متحده عربي اماراتود منځګړیتوب د هڅو په پایله کې په جګړه ګې د ښکېلو ګاونډیانو ترمنځ ټولټال ۳۲۳۳ جنګي بندیان تبادله شوي دي.

نړیوالې رسنۍ وايي چې د متحده عربي اماراتو دغه کار د نړیوالو بنسټونو لخوا ستایل شوی دی.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د روسیې او اوکراین د منځګړیتوب هڅو کې د همکارۍ او په دې تبادله کې د هغوی د رول ستاینه کړې ده.

د ۲۰۲۴ کال راهیسې د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب ۱۳مه تبادله ده چې د جنګي بندیانو د تبادلې په برخه کې د اوکراین او روسیې ترمنځ ترسره کېږي.

متحده عربي امارات د دواړو هېوادونو د باور ستاینه کوي چې په دغه برخه کې یې پر دغه هېواد کړی دی.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي