حبیب الرحمان حکمتیار د طالبانو پر وړاندې؛ تاسو واړه خلک فکر کوئ چې ملت مو فتح کړی
د ګلبدین حکمتیار زوی طالبانو ته د وړو خلکو خطاب کړی او وايي، دغه ډله فکر کوي چې ملت یې فتح کړی دی حبیب الرحمان حکمتیار داسې مهال غبرګون ښيي چې طالبانو په دارلمان کې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار له خپل کور ووېست او وزیر اکبرخان کې یې ځای ورکړ. د ګلبدین حکمتيار زوی د طالبانو د عدليې وزير وروستيو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، دا د افغانانو بدبختي ده، چې واړه خلک پر لويو چوکيو ناست او ولس ته د فتح شوي ملت په سترګه ګوري . حبیب الرحمان حکمتيار په خپلو خبرو کې وايي، چې د عدل او قانون ادارې مشر په دې نه پوهيږي، چې سرپرستان فيصلي نه شي کولای . د طالبانو د عدليې وزير مولوي عبدالحکيم شرعي نن په کابل کې يوې غونډې ته ويلي، چې له پخواني استوګنځي په وتلو کې یې حکمتيار ته وخت ور کړی او بل ځای یې ورته برابر کړی، «له دې سره که بیا هم نوموړی دا کار بې احترامي بولي، عقل يې کار نه کوي .» د حزب اسلامي ګوند د مشر زوی حبیب الرحمان حکمتيار نن شنبه د طالبانو عدليې وزير تر څرګندونو وروسته پر اېکس ټولنیې شبکې یو پیغام کې لیکلي، چې د ادب او بې ادبي په اړه د قضاوت لپاره همدا څو دقيقې خبرې بسنه ...