اوچا وايي، د افغان ښځینه کارکوونکو پر وړاندې ننګونې ډېرې شوي
اوچا خبرداری ورکړی چې په وروستیو میاشتو کې د افغان ښځو پر وړاندې ننګونې ډېرې شوي دي طالبانو پر ښځو سخت بندیزونه وضع کړي، له زده کړو د منع تر څنګ یې پر ښځو کاري محدودیتونه هم زیات کړي چې له امله یې ښځې له سختو ستونزو او ننګونو سره لاس او ګرېوان کړي دي. تازه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې په نادولتي بنسټونو کې د ښځو د فعالیتونو پر وړاندې ننګونې ډېرې شوې دي . نوموړي دفتر سهشنبه د مرغومې پر ۱۱ مه په یوې نوې سروې کې ویلي چې ډېری ښځې اوس له دفتر او یا هم په ساحه کې د کار کار کولو اجازه نه لري . له ښځو د وړتیا اخیستل د دغه دفتر د سروې پر بنسټ، د کال په لومړیو کې ښځو کولای شول چې د خدماتو مرکزونو ته سفر وکړي، خو اوس دا وړتیا له هغوی څخه اخیستل شوې ده . همداراز اوچا ویلي چې د روغتيايي بنسټونو پهفعاليت کې ډېر بدلون نه دى راغلى . په سروې کې راغلي چې په سپټمبر کې هغو ښځو چې کولای یې شول د مرستو رسولو لپاره سفر وکړي، ۶۴ سلنه وه، خو اوس دا ۵۲ سلنې ته راټیټه شوې ده . اوچا د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون یوه ننګونه بللې او ټینګار یې کړی چې ی...