طالبان: د سیاسي ډیپلوماټانو ګومارل زموږ پرېکړې سره تړاو لري
طالبا نو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویان په غبرګون کې دغه خبره کړي ده سره له دې چې طالبانو تر اوسه په نړۍ کې یوه هېواد هم په رسمیت نه دي پېژندلي، خو وايي، د ډيپلوماټانو ګومارنه یوازې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مسئولیت دی او په دوی پورې تړاو لري. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په غبرګون کې ویلي، چې که دوی د کوم ډیپلومات د ادلون بدلون پرېکړه کوي دا د دوی کار دی او کوربه هېواد په کې د نظر څرګندولو حق نه لري . د طالبانو له لوري د قونسل ګوما رل دغه لانجه له هغه وروسته راوټوکېده، چې طالبانو په مشهد کې قونسل عبدالجابر انصار بدل او پر ځای یې بل کس ورپېژندلی و؛ خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني یې په غبرګون کې ویلي و، چې دغه شان بدلونونه دې د نړۍوالو کنوانسونونو او پرېکړو په رڼا کې ترسره شي . خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسيریاست مشر ذاکر جلالي د جمعې په ورځ د (غبرګولي په ۱۱ مه) په خپلې اېکس پاڼې ولیکل، چې په مشهد کې د افغان قونسل عبدالجابر انصار کاري موده پای ته رسېدلې او بېرته خپل هېواد ته غوښتل شوی دی . هغه د ایران د بهرنی...