د هند او افغانستان ترمنځ د درملو تړون؛ د ۱۰۰ میلیون ډالرو تاریخي هوکړه او د پاکستان څنډې ته کول
نوی ډهلي/دوبۍ: این ډي ټي وي (NDTV) راپور ورکړی چې د یو مهم پرمختګ په ترڅ کې افغان او هندي شرکتونو د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت یو ستر هوکړهلیک (MoU) لاسلیک کړی دی. دا ګام د افغانستان او هند د اقتصادي همکاریو د یوې نوې مرحلې پیل ګڼل کیږي . د هند او افغانستانترمنځ د درملو تړون؛ پر پاکستان یو ستراتیژیک او اقتصادي ګوزار دا هوکړه یوازې څو ورځې وروسته له هغه وشوه چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر، الحاج نورالدین عزیزي، د سوداګرۍ د پراختیا په موخه هند ته خپل رسمي سفر پای ته ورساوه. کارپوهان باور لري چې د هند او افغانستان ترمنځ د درملو تړون د سیمهییزې سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان د نفوذ لپاره یو لوی او کاری ګوزار دی . دا پرمختګ په داسې حساس وخت کې رامنځته کیږي چې د راپورونو له مخې طالبانو له پاکستان سره سوداګري محدوده کړې او افغان شرکتونو ته یې درې میاشتې وخت ورکړی ترڅو له پاکستاني درمل جوړوونکو شرکتونو سره خپل تړونونه فسخ کړي. له همدې امله، دا تازه تړون د پاکستان لپاره یو ښکاره شاته تګ دی؛ هغه هېواد چې کلونه یې د افغانستان د درملو اصلي بازار و . تخنیکي لېږد او سیمه ییز تو...