پست‌ها

نمایش پست‌ها از سپتامبر, ۲۰۲۵

د شیخ زاید لیدلوری: په متحده عربي اماراتو کې د کډوالو ارزښت او ادغام

تصویر
په نړۍ کې د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره د کډوالو او بهرنیو کاري ځواک رول ورځ تر بلې مهم کیږي. په دې برخه کې د متحده عربي اماراتو ( UAE) او انګلستان ( UK) دوه بېلابېلې نمونې وړاندې کوي چې د بهرنیو اتباعو جذب، ادغام او د هغوی له اقتصادي ونډې څخه د ګټې اخیستنې په اړه متضاد چلندونه لري. دا راپور د دواړو هېوادونو د نفوسو جوړښت، عامه لید، پالیسي او اقتصادي ونډې په ګوته کوي، په ځانګړې توګه د متحده عربي اماراتو د بنسټ ایښودونکي شیخ زاید آل نهیان د لیدلوري په رڼا کې. د نفوسو جوړښت او د کډوالو ونډه: متحده عربي امارات په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخهپه اقتصادي پراختیا کې د کډوالو رول: د متحده عربي اماراتو او انګلستان پرتله (د شیخ زاید د لید لوري په شمول) په نړۍ کې د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره د کډوالو او بهرنیو کاري ځواک رول ورځ تر بلې مهم کیږي. په دې برخه کې د متحده عربي اماراتو ( UAE) او انګلستان ( UK) دوه بېلابېلې نمونې وړاندې کوي چې د بهرنیو اتباعو جذب، ادغام او د هغوی له اقتصادي ونډې څخه د ګټې اخیستنې په اړه متضاد چلندونه لري. دا راپور د دواړو هېوادونو د نفوسو دی چې د نفوسو لویه برخه ...

کرېکټ؛ د پاکستان په ماتي سره، هند نهم ځل د اسیا جام خپل کړ

تصویر
هند د کرکټ د اسیا جام په پایلوبه کې پاکستان ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د نهم ځل لپاره یې د اسیا جام اتلولي خپله کړه . په همدې سیالیو کې د هند کرېکټ لوبډلې دوه ځله نور هم پاکستان ته ماتې ورکړې وه . د اسیا جام د پایلوبې پچه د هند لوبډلې وګټله او هغوی د لومړي ځل لپاره د ډګر ساتنې او توپ اچونې پرېکړه وکړه . پاکستان د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۹.۱ اور کې هند لوبډلې ته د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه . هندي توپ اچونکي کولدیف یادو ۴ پاکستاني لوبغاړي‌ وسوځول. د پاکستاني‌ لوبغاړي صاحبزاده فرهان بیا تر نورو لوبغاړو ډېرې ۵۷ منډې جوړې کړې . د هند کرکټ لوبډلې د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۹.۴ اور کې دغه هدف پوره کړ او پاکستان ته یې د ۵ ویکټو په توپير ماتې ورکړه . هندي توپوهونکي تیلک ورما په ۵۳ توپونو ۶۹ ناسوځېدلي منډې جوړې کړې . دواړه ټیمونه د ۱۹۸۴ کال له لومړي اسیا کپ وروسته لومړی ځل و، چې په مستقیم ډول په پای‌لوبه کې له یو بل سره مخامخ شول . په اسیا جام سیالیو کې د افغانستان په ګډون اتو لوبډلو په دوو ګرپونو کې برخه اخیستې وه، چې افغانستان په لومړي پړاو کې له دغ...

په افغانستان کې نیول شوی امریکایی د طالبانو له بند خوشې شو

تصویر
د طالبانو لخوا نیول شوی ۳۶ کلن امیر امیري د قطر او امریکا په منځګړیتوب خوشې او امریکا ته روان شو . د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې یو امریکايي وګړی، چې له ۲۰۲۴ کال د ډسمبر راهیسې د طالبانو لخوا په افغانستان کې نیول شوی و، خوشې شوی دی . د بهرنیو چارو وزارت او یوې دیپلوماتیکې سرچینې ویلي، ۳۶ کلن امیر امیري د قطر او امریکا په منځګړیتوب له څو میاشتو خبرو اترو وروسته د یکشنبې په ورځ خوشې شو او اوس مهال امریکا ته په لاره دی . د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوه اعلامیه کې له قطر څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د دغه هېواد "پیاوړې ملګرتیا او نه ستړي کېدونکي ديپلوماتیکې هڅې د هغه په خوشې کولو کې حیاتي رول درلود ." نوموړي زیاته کړه: "ولسمشر ټرمپ به تر هغه وخته ارام ونه کړي چې ټول بندي امریکايي اتباع کورونو ته نه وي راستانه شوي. د نن ورځې خوشې کیدل د کابل د ادارې لخوا د دې هدف د لاسته راوړلو لپاره یو مهم ګام دی ." امیري وروستی امریکايي دی چې له قطر سره د امریکاد امنیتي او دیپلوماتیکې ملګرتیا له لارې خوشې شوی. قطر یو خليجي هېواد دی چې امر...

راځئ؛ ۸ هغه لارې درته بیان کړو چې ستاسو شخصیت بشپړوي

تصویر
ـ د ځان په اړه فکر کول ځان پېژندنه هغه وخت پيلېږي چې انسان د خپل ژوند په اړه ژور فکر وکړي. څوک چې خپل تېر، حال او راتلونکي ته له نږدې وکتلای شي، خپل واقعي ارزښت به پيدا کړي. ځان ته د پوښتنو کول د ځان پېژندنې لومړی ګام دی . ۲ ـ د قوتونو او کمزوريو منل هر انسان ځانګړي قوتونه او کمزورۍ لري. د ځان جوړونې راز دا دی چې څوک خپلې وړتیاوې وپېژني او کمزورۍ د زده کړې په فرصت بدل کړي. څوک چې د خپل ځان د رښتيا منلو جرات وکړي، د پرمختګ لپاره قوي اساس لري . ۳ ـ د هدف ټاکل بې هدفه ژوند د بې لارې کښتۍ په څېر دی. د ځانپېژندنه انسان ته د هدف ټاکلو لاره ښيي، او هدف د ځان جوړونې د سفر انجن دی. هر هدف د انسان فکر منظموي او د ژوند رڼا زياتوي . ۴ ـ د زده کړې نه ستړې کېدونکی سفر ځان جوړونه د دوامدارې زده کړې غوښتنه کوي. هره ورځ نوي څه زده کول، کتابونه لوستل، د نورو تجربې اورېدل او مهارتونه لوړول د ځان جوړونې د لارې مهم ګامونه دي. زده کړه د ځان د ښه کولو کلي ده . ۵ ـ د ځان باور لوړول ځان پېژندنه د ځان باور رامنځته کوي. څوک چې پر خپل ځواک، وړتیا او هوډ باور ولري، د هرې ستونزې پر وړاندې قو...

پاکستان او هند اسیا جام سیالیو کې ۴۱ کاله وروسته له یو او بل سره مخامخ کېږي

تصویر
هندي رسنۍ وايي، د اسیا جام په ۴۱ کلن تاریخ کې د لومړي ځل لپاره هند او پاکستان پایلوبې کې مخ شول د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو پایلوبې ته هند او پاکستان لاره پیدا کړې ده. دا د اسیا جام په ۴۱ کلن تاریخ کې لومړی ځل دی، چې هند او پاکستان په پایلوبه کې سره مخ کېږي . پاکستان د څلور غوره لوبډلو په پړاو کې بنګله دېش ته د ۱۱ منډو په توپیر ماته ورکړه او د اسیا جام پایلوبې ته یې لاره ومونده . هند له دې وړاندې لا د دغه جام پایلوبې ته لاره موندلې وه، خو تېره شپه یې په یوې په زړه پورې لوبه کې د سریلانکا پر وړاندې یو ځل بیا بریا خپله کړه چې د روان شل اوریز اسیا جام سیالیو کې یې هېڅ لوبه ونه بایلله، او تر پایلوبې بې ماتې پاتې شو . هند تېره شپه   د سریلانکا لوبډلې پر وړاندې   د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۳ منډو ستر هدف کېښود. د سریلانکا لوبډلې په خورا ښه توپوهنې وکولی شو چې د پنځو لوبغاړو له لاسه ورکو سره ۲۰۲ منډې وکړي او لوبه مساوي کړي . د کرکټ اصولو سره سم لوبه سوپر فور پړاو ته لاړه، خو په دغه پړاو کې سریلانکا له هند څخه ماته وخوړه . که څه هم هند ستر هدف ایښی وه، خو تر هنده د سر...

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له حضور سره د چین، ایران او روسیې مخالفت

تصویر
د چین، ایران، پاکستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د څلور اړخیزې ناستې په اعلامیه کې، یادو هېوادونو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له بېرته ځای پر ځای کېدو سره مخالفت څرګند کړی دی . د «ګلوبل ټایمز» د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګو جیاکن د تلې په ۴ مه وویل، په دې غونډه کې د څلورو هېوادونو وزیرانو په ښکاره توګه له هغو «هېوادونو څخه چې د افغانستان د اوسني وضعیت مسوول دي» په پوځي اډو کې د ځواکونو د بېرته ځای پر ځای کولو مخالفت وکړ. د ده په وینا، د چین، روسیې، پاکستان او ایران وزیرانو دا اقدامات د سیمې د سولې او امنیت لپاره زیانمن وبلل . هغه زیاته کړه: «دا اعلامیه په بشپړ ډول د افغانستان د ګاونډیانو د حاکمیت، خپلواکۍ او ملي عزت درناوی، او همدارنګه د نړیوالې ټولنې ګډه اراده چې د افغانستان د ثبات او بیا رغونې لپاره مرسته وکړي، څرګندوي .» ده ټینګار وکړ: «چین د افغانستان د ګاونډي او یوه مسوول هېواد په توګه غواړي له نړیوالې ټولنې سره د افغان اړخ د ملاتړ لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او د سولې او بیا رغونې په بهیر کې رغنده رول ولوبوي .» د چین د بهرنیو چارو وزارت ځ...

له ملګرو ملتونو سره متحده عربي اماراتو ۸۰کلنه ملګرتیا کې له افغانستان سره هم بشري مرستې کړې

تصویر
د ملګرو ملتونو د ۸۰مې کلیزې په مناسبت، متحده عربي امارات پر دې ټینګار کوي چې ملګري ملتونه د سولې، عدالت او بشري وقار لپاره د انساني حقونو د ساتنې یوه چترۍ ده. د دې سازمان دوامداره شتون او اغیزمنتوب د راتلونکو ۸۰ کلونو لپاره د بشریت هیله ده، او متحده عربي امارات دې ژمنې ته بشپړه ژمنتیا لري. له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو مرستې او خواخوږي: متحده عربي اماراتو په پرله پسې ډول له افغانستان سره بشري مرستې کړي دي، په ځانګړې توګه په داسې وختونو کې چې دغه هیواد له طبیعي پیښو او بشري ناورینونو سره مخ شوی دی. د متحده عربي اماراتو خواخوږي او مرستې یوازې په مالي ملاتړ پورې محدودې نه وې، بلکې عملي او ژر لاسرسي مرستې یې هم شاملې وې: د زلزلو په غبرګون کې: افغانستان ته د زلزلې ځپلو لپاره د ژغورنې ټیمونو او مرستو استول د متحده عربي اماراتو د چټک غبرګون یوه ښکاره بیلګه ده. کله چې افغانستان له ویجاړونکو زلزلو سره مخ شوی، متحده عربي اماراتو سمدستي د ژغورنې او مرستې ټیمونه واستول، چې له دې سره یې په زرګونو خلکو ته خواړه، سرپناه او طبي مرستې برابرې کړې. دا مرستې د سختو حالاتو سره مخ خلکو ته ډیره اړینه...

د ښاروالۍ عواید څه دي او څنګه راټولیږي؟

تصویر
محمدالله شېرزی / ښاروالۍ عایداتي او خدماتي ادارې دي، چې غيرې بودیجوي واحدونه هم بلل کیږي. هغه ځکه چې ښاروالیو ته د مرکزي ادارې له لورې د ملي بودیجې څخه تخصیص نه ورکول کیږي، بلکې خپل عواید د ښاریانو څخه راټولوي او په هماغه ښار کې یې د عادي او پراختیايي پلانونو له مخې په مصرف رسوي . د ښاروالۍ عواید څه دي؟ ښاروالي دوه ډوله عواید لري، چې یو یې ثابت او بل غېرې ثابت دي. ثابت پدې مانا چې د تغییر وړ نه دي او په بودیجه کې ثابت ځای لري، خو غيرې ثابت عواید هغه دي، چې کال په کال، میاشت په میاشت او ورځ په ورځ تغییر کولی شي . بیلګې ثابت عواید: د صنفي فعالیت جواز، د صفایي محصول، کرایې … غېرې ثابت عواید: د ځمکو قیمت، د تهجایۍ محصول … یانې ثابت عواید کمی نه مني او د اقتصادي نورم له مخې په کلني ډول لس سلنه زیادت وړاندیزوي، خو غېرې ثابت عواید د اټکل وړ نه دي، کیدای شي، یو کال یوه پروژه عملي شي او د ځمکې قیمت له طریقه لسګونه میلیونه عواید ترې راټول شي او بل کال نه وي . څنګه راټولیږي؟ د ښاروالۍ عواید د قوانینو له مخې مشخصې سرچینې او کوډونه لري، چې د هغې پر اساس په کلني ډول پیشبیني کیږي او ...