افغان ۱۹ کلنې لوبډلې لومړنۍ لوبه د بنګله دیش پر وړاندې وبایلله
د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلنې لوبډلې په اسیا جام کې خپله لومړنۍ لوبه بنګله دیش لوبډلې ته وبایلله د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلنې لوبډلې په وروستیو لوبو کې ډېره ښه وځلېده او په چټکۍ سره یې خپل سیال ټیمونه مات او اتلولۍ یې ترې وګټلې، خو په دې وروستۍ لوبه کې یې بنګله دیش ته خپل لومړنۍ لوبه وبایلله. د افغانستان له نولس کلنو کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې نن د کرکټ اسیايي شورا اړوند اسیا جام سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه کې له بنګله دېش ماته وخوړه . افغان لوبډله څه ډول ماته شوه افغان لوبډلې د سیالې لوبډلې د ۲۲۹ منډو هدف په ځواب کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۳ منډې جوړې کړې او د ۴۵ منډو په توپیر له ماتې سره مخ شوه . افغان لوبډلې د پچې ګټلو سره د توپ اچولو پرېکړه وکړه . سیالې لوبډلې د نهو لوبغاړو سوځېدو سره په پنځوسو اورونو کې ۲۲۸ منډې جوړې کړې . د بنګلدېش لوبډله کې عزیز ول حکیم د ۱۰۸ منډو جوړولو سره تر نورو ملګرو ډېرې منډې وکړې . افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره تر ۷۸ اور ۱۸۳ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله . په افغان لوبډله کې فیصل خان د ۵۸ منډو جوړولو سره تر نورو ملګرو ډېرې منډې وکړې ....